نيویارک ټايمز: امریکا او افغان حکومت د عسکرو د مرګ ژوبلې شمېرې پټوي
نیویارک ټایمز: افغانستان کې هره ورځ شپږپنځوس عسکر وژل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳۱)
له امريکا خپرېدونکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان جګړې د عسکرو د قربانيانو د شميرو په اړه په يوه مطلب کې ليکلي چې امريکا او افغان حکومت د وژل کېدونکو دولتي عسکرو سهي شميرې پټوي.
نيويارک ټايمز ليکي، د تيرو دو کلونو په پرتله افغانستان کې جګړې زياتې شوي چې ورسره د افغان ځواکونو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.
ورځپاڼه ليکي، په ۲۰۱۶م کال کې په جګړو کې هره ورځ د افغان ځواکونو د وژل کېدونکو شميره (شپږويشت) تنه ښودل کېده خو اوس دا شميرې د باور وړ ځکه نه دي چې جګړې توندې شوي زیاتوي چې په وروستيو مياشتو کې هره ورځ (شپږپنځوس) د اردو عسکر او پوليس وژل کېږي.
راپور زياتوي، دا مهال خلک ځکه د افغان ځواکونو په ليکو کې دندې ته زړه نه ښه کوي چې مرګ ژوبله لوړه شوې او حکومت د جګړې په قابو کولو کې پاتې راغلی دی.
نیويارک ټايمز همدا تيره اوونۍ د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ بللې ځکه په وينا يې (څلور سوه ) عسکر پکې ووژل شول.
نيويارک ټايمز وايي، امريکا او افغان حکومت د افغان ځواکونو د اوښتې مرګ ژوبلې شميرې پټوي او دا شميرې پټېدلی نه شي نو افغان حکومت دې د روانې جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې وکړي.


