پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

شپني عملیات که وحشي عملیات

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 26, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
16
ځلې شریک شوی
203
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

آصف الله آصفی

هسې خو پر ملت له 17 کلونو غربي ناتار راکوز شوی او ورځ تر بلې پر دغه جنګ ځپلي ملت د مظالمو د لړۍ لمن پراخیږي، غربیان غواړي چې په تدریجي توګه دغه ملت غلام کړي، خو دا آرمان به ګور ته یوسي، د جبر او ظلم د دغې روانې لړۍ په پیر کې د څو اونیو راهیسې د ګډو ځواکونو لخوا پر جنګ ځپلي ملت د ظلم توره وریځ را ټیټه کړې، هیواودوال مو په خپلو سترګو وینې چې دغه سفاک ځواکونه چې د امریکایانو په لاس یې په همدې موخه ځانګړې روزنه شوې، څو څه ډول د دغه مظلوم ملت بچې د میندو په غیږو کې، هغه هم په خواږه خوب ویده پراته، په ډیر وحشت او بربریت سره ووژني.

دا هم ولولئ

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

هیوادوالو ولیدل چې د ننګرهار د خوږیاڼیو په وډیسار، اشپان، پیټلو او ځینو نورو سیمو کې او ورپسې د وردګو په جغتو او میدان ښار او د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې په لسګونو بې ګناه او بې وزله غریب هیوادوال تنکي ماشومان او میرمنې په داسې حال کې په خپلو وینو کې ولمبول چې په خواږه خوب ویده وو.

ټولو خلکو ولیدل چې په دې ټولو عملیاتو کې 95 سلنه عام وګړي په شهادت رسیدلي دی، دا ډول عملیات دا معنی لري چې مزدور او اجیر رژیم او عسکر نور د طالبانو سره له مخامخ جګړې عاجز شوي دي؛ نو غچ یې له عامو بې وسلې خلکو تورسرو او تنکیو ماشومانو اخلي.

دا عملیات هغو عملیاتو ته ورته دي چې د کمونستانو د حکومت پر مهال کله چې د کمونستانو واک او ځواک مخ په ځوړ شو، همدغه ډول عملیاتو ته یې لاس واچاوه، چې بالآخره ټول ملت یې پر وړاندې عام پاڅون وکړ، د ملت ښځه او نر ستر او ماشوم ټولو ګاونډیو هیوادونو ته لومړی کډه شول او ورپسې یې د سفاک رژیم پر ضد تر هغې جګړې او قربانۍ ورکولو ته دوام ورکړ چې د روسانو اجیر وحشي او سفاک رژیم یې په ګونډو کړ.

د افغانستان ملت ته زیری ورکوم چې د دغو ګډو ځواکونو په واسطه د وحشت دغه ډول عملیاتو پراخیدل د ګوډاګي رژیم د پرځیدو ورځې رالنډوي، هغه ورځ لرې نه ده چې دغه لاسپوڅی او مزدور رژیم به د همدغه با ایمانه ولس په مټو ډیر زر نسکور کړای شي.

دې شپنويو عملياتو ته د وحشت عملیات ځکه ویلای شو چې څوک انسان وي او عقل ولري، هیڅکله له وچو سره لامده نه سوځوي، چې څوک انسان وي او وحشي نه وي؛ نو یو چرګ هم بې ګناه نه وژني، خو دا د خنزیرانو په غوښه ستر شوي غربیان او ورسره د څو ډالرو افغان نما مزدوران نه زمونږ پر تور سرو رحم کوي نه مو پر تنکیو په خواږه خوپ ویده ماشومانو؛ نو ځکه ویلای شو چې دا انسانان نه دي بلکې د انسانانو په شکل کې وحشي درنده ګان دي چي د همدې لپاره روزل شوي، څو د افغانانو نسل کُشي وکړي، کورونه یې ویجاړ کړي او په سپین میدان یې د غمونو په ټغر کینوي.

لوی ټکي: جبرظلمعملياتغريبانمزدورانملتوحشت
مخکینې مطلب

زه هیڅ هم نه یم

بل مطلب

طالبان: “راځئ چې د دې بې دریغه بهیدونکو معصومو وینو پوښتنه وکړو! “

ځانګړي مطالب

خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com