(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۹)
د راپورونو له مخې، د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې د دوو قومندانانو په ګډون اوولس عسکر طالبانو سره يوځای شوي دي.
د يادې ولسوالۍ په وريې سيمه کې دوهم څارن قومندان محمد ایوب له اتو عسکرو سره طالبانو ته اوښتی، دغه راز په خورما سيمه کې قومندان میرزا له نهه کسانو سره د طالبانو ليکو ته ورغلی دی.
طالبانو هم د يادو کسانو يوځای کېدل منلي وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي دغه کسان د حقايقو په درک کولو سره د (اسلامي امارت د جلب او جذب) مسولينو په هڅو له حکومتي ليکو رابيل او طالبانو سره يوځای شول.
طالبان د حکومتي عسکرو، کارمندانو او پوځي کسانو لپاره د جلب و جذب په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې وخت ناوخت دولتي منسوبين دې ته هڅوي څو د دولت پوځي ليکو کې دندې پرېږدي.
















