کندهار: چاودنه کې اوولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۲)
د کندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر چاودنې اوولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنیه قومندانۍوياند احمد ضياء درانی وايي، پېښه نن غره مهال د يادې ولسوالۍ د دښت په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د دراني په وينا، د چاودنې له کبله دوه ميرمنې وژل شوي او شپاړلس تنه نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې دوه نارینه او څوارلس ميرمنې دي.
تر اوسه د چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.



