(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۲)
د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ کږې بازار کې د ولسي تړون په نوم دفتر کې د چاودنې له کبله نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چاودنه په ياد دفتر کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده.
د خوږياڼي په وينا، د پېښې قربانيان ټول د ولسي تړون د پروژې کارکوونکي دي.
د سيمه ييز روغتون مسوولین وايي، د پېښې له ځايه د دوو کسانو جسدونه او اووه ټپيان وروړل شوي دي.
تر دې دمه د بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د کامې ولسوالۍ په سنګر سرای سيمه کې د ټاکنو د يوه نوماند په غونډه کې چاودنې نهه کسان ووژل او لسګونه نور ټپيان شول.
ولسي تړون چې پخوا يې نوم ملي پيوستون و په کليو او بانډو کې پراختيايي پروګرامونه پر مخ کړي خو د دغه پروژې په پيسو ډير کله ولسونه سره په جنجال شوي هم دي.


















