هرات: ترافیکي پیښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۴)

د هرات ځایي چارواکي وایي، تېره شپه د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار یوه ترافیکي پیښه رامنځته شوې، چې له امله یې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خبر زیاتوي؛ دغه پیښه د یوې مسافر وړونکې کرولا او یوه زرنج موټرسیکل ترمنځ د زنده جان ولسوالۍ په رباط پریان سیمه کې رامنځته شوې چې کرولا موټر له هرات ښار نه د اسلام کلا په لور روان و .

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب، ډاکتر عارف جلالي وایي، په پیښه کې درۍ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي چې د یوه یې وضعیت د اندیښـنې وړ دی.
نوموړي دغه راز ویلي ؛ دغه کسان د سرپل، تخار، بادغيس فراه، او هرات ولایتونو اوسېدونکي وو چې اوسمهال ایران ته پر سـفر روان وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button