سوداګرۍ خونه: پاکستان د افغاني مڼو په صادراتو بنديز لګولی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۷)
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي، پاکستان د افغانستان د مڼو پر صادراتو بنديز لګولی دی.
د الکوزي په وينا، پاکستان په دې بهانه چې وايي د افغانستان له لارې پاکستا ته د ايرانۍ مڼو صادرات کېږي د ټولو مڼو پر صادرولو يې بنديز لګولی دی.
نوموړی وايي، دا مهال په هېواد کې د مڼو حاصلات راټوليږي زياتوي د بنديز له کبله سلګونه ټنه مڼې خرابې شوي او که بنديز اوږدمهاله شي اوپاکستان ته د مڼو پر صادراتو بنديز ليرې نه شي نو د سوداګرو تر څنګ به بزګرانو ته هم لوی زيان واوړي.
د دواړو هېوادونو تر منځ وخت ناوخت د خرابو اړيکو له کبله لويې لارې تړل کېږي چې ډير کله يې زيان يواځې سوداګرو ته اوړي.



