هلمند:د نوماند پر دفتر چاودنه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۷)
راپورونه وایي چې نن ماسپښین د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د نوماند صالح محمد اڅکزي په دفتر کې چاودنه شوې چې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښـــتې.
د هلمند د والی ویاند عمرځواک ویلي، په دې چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او د نوماند (اڅکزي) په ګډون ۷ تنه نور ټپیان دي.
خو نورې امنیتي سرچینې بیا د وژل شویو او ټپیانو شمیره ۲۰ تنه ښیي.
ځواک وایي، د تلفاتو شمیر ښایي نور هم لوړ شي او دا ابتدایي مالومات وو.
تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.



