بایومتریک ماشینونه چینایي دي او دتقلب امکان په کې زیات دی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۰)
طلوع نیوز د یوه مستند راپور له مخې ویلي، د انتخاباتو لپاره پیرل شوي بایومټریک ماشینونه اصلي الماني نه، بلکه چینایي دي، چې تقلب په کې په پراخه کچه کیدونکی دی.
دغه ۲۲ زره ماشینونه چې د ملی تدارکاتو ادارې د راپور له مخې په ۱۴ میلیونه یورو او یو شریک سرور يې په څلور میلیونه یورو پیرودل شوی دی، اوس یې د چینایي لوازمو په درلودلو سره اعتبار له منځه تللی دی .
دبایومتریک دا دستګاوې د انسان څېره، موبایل کې تصویر او پر کاغذ د تصویر توپیر نه شي کولی او پر دې سربېره د دوو کسانو ګوتې هم د یو تن په نوم ثبتوي.
دبایومتریک پر نويو ماشینونو د الماني درمالوګ شرکت نښانونه موجود دی چې د ماشینونو پر شا یوازې د وافای په څېر څو کرښې دي او چارجر او نور ټول وسایل يې چينايي دي.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییوي مشر یوسف رشید وایي، دولت سملاسي د دې ماشینونو د توزیع چارې پیل کړې او هیڅ راز چیک او پلټنه یې نه ده ترسره شوې.



