ولايتي شورا: د روزګان ۹۵سلنه اوسېدونکي انتخاباتو کې ګډون نه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۱)
د روزګان ولايتي شورا وايي، دغه ولايت له تيرو دوو کلونو راهيسې د طالبانو له لوري کلابند دی او پنځه نوي سلنه خلک به ځکه په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوي چې دغه ولايت ټول د طالبانو په لاس کې دی.
د ولايتي شورا منشي عبدالکريم خادمزوی وايي، د روزګان پر پنځه نوي سلنه د طالبانو حاکميت دی او دغه ولايت کې انتخابات ناشوني دي.
هغه وايي، امنيتي ځواکونه نه دي توانيدلي چې راتلونکو انتخاباتو ته زمينه برابره کړې.
د خاص روزګان، چارچینو او ګڼو نورو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې د دوی په ولسواليو کې هيڅ انتخابات نه کېږي، خلکو سټيکرونه نه دي لګولي او په ولسواليو کې يې يوازې څو ودانۍ د دولت تر حاکميت لاندې دي.



