د کرنې وزارت: لوګر کې لسګونه د میمزو خونې جوړیږي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۱)
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په پام کې لري چې د لوګر ولایت په مرکز پل عالم او دو نورو ولسوالیو کې ۱۱۸ د میمیزو عصري خونې جوړې کړي.
د دغه وزارت په رسمي فسبوک پاڼه کې ویل شوي، د دې خونو د جوړولو لګښت به ۶۰ سلنه د کرنې وزارت د باغونو او مالدارۍ د ملي پرواګرام له خوا ورکول کیږي او پاتې ۴۰ سلنه به یې دهقانان په خپله پرې کوي.
وزارت وایي، چې د دې خونو په جوړولو سره به خلکو ته د کار وبار زمینه برابره او د باغونو د څښتنانو عاید به ۳۳ سلنه لوړ شي.
د وزارت پر پاڼه خپاره شوي مطلب کې راغلي چې هر یوه خونه به له ۷-۸ مټریک ټنه انګورو ساتلو وړتیا ولري.



