(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۳)
د سولې عالي شورا د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ په مخامخ خبرو کې د بهرنیو پوځیانو د وتلو په هکله د کیدونکې هوکړې په اړه اندیښنه ښوودلې.
د یادې شورا مرستیال مولوي عطاالله سلیم ویلي، طالبان دې د امریکایانو د وتلو پر ځای د سالم جوړجاړي په اړه خبرې وکړي.
نوموړی وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل له هغو موضوعاتو څخه ده، چې له سولې وروسته به ورباندې بحث وشي.
د سولې شورا د طالبانو د اونیزې تبصرې په هکله ویلي، طالبان د ټول ملت په استازي توب د امریکایي پوځیانو د وتلو پریکړه نه شي کولی.
طالبانو په خپله اونییزه تبصره کې ویلي “ افغان اولس هیله من دی چې د تفاهم او افغان ــ امریکا مخامخ مذاکراتو له لارې به روانه معضله حل او له اشغاله راپیښه جګړه پای ته ورسیږي.“
د سولې عالي شورا داسې مهال د بهرنیانو پر وتلو اندیښنه څرګندوي چې طالبانو ویلي، له امریکایي لوري سره د اشغال پر ختمیدو او سالم جوړجاړي ته پر رسیدو غږیدلي دي.
تازه د طالبانو د وخت پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف الجزیرې ته ویلي
“ زما د مالوماتو له مخې امریکا له طالبانو سره د پوځیانو د وتلو پر سر هوکړې ته رسېدلې، خو تر اوسه يې د وتلو په تاریخ هوکړه نه ده کړې“
شنونکي وایي، د بهرنیانو د پاتې کیدو غوښتونکي یواځې هغه کسان دي چې په جګړو کې یې ګټې نغښتې او په سوله کې یې شخصي منافع زیانمنیږۍ.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د شمال ټلوالې پخواني غړي امرالله صالح هم د دې لیدنو کتنو په تړاو اندیښنه ښوودلې وه او د مقاومت د جبهې د بیا پرانیستو خبر یې ورکړی وو.


















