فراه: دولتي ځواکونو دوه قرارګاوې او اته پوستې خوشې کړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴)
د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو يوه قرارګاه او څلور پوستې خوشې کړي دي.
ځايي سرچينې وايي، دغه قرارګاه او پوستې د هرات- کندهار پر لويه لاره آب خورما په سيمه کې وې چې تيره ورځ ترې دولتي ځواکونه وتلي او سيمه يې طالبانو ته پريښې ده.
له بله پلوه د دغه ولايت د پشترود ولسوالۍ څخه هم راپورونه ورکړل شوي چې دولتي ځواکونو يوه قرارګاه او څلور پوستې خوشې کړي دي.
طالبان وايي، ياد عسکر د دوی د بريدونو له ويرې تښتېدلي زياتوي چې د يادو عسکرو په تېښتې سره (خورا پراخه سیمه له شوز سیمي نیولي بیا ترچهاربنده پوري دمجاهدینو ترکنترول لاندي راغله)
تيره ورځ د فراه ولايتي شورا د دغه ولايت د احتمالي سقوط ويره څرګنده کړې وه ويلي و چې د فراه څلور ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو تر حاکميت لاندې دي او پاتې شپږ ولسوالۍ تر سخت امنيتي ګواښ لاندې دي.
فريد بختور وړمه ورځ ويلي و چې په پشترود ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد پر مهال اتلس عسکر ووژل شول او پنځلس نور طالبانو ژوندي ونيول.
وخت له فراه څخه د خونړيو جګړو راپورونه ورکول کېږي چې ډير کله پکې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.


