(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵)
له نورستان څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د دې ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند “لاټوا“ کلي کې بې پیلوټه الوتکې په غرنیو سیمو کې شپانه بمبار کړي.
خبر زیاتوي، د دغه برید په نتیجه کې څلور کسان چې د غره په لمن کې یې رمې څرولې په نښه او ځای پر ځای وژل شوي دي.
د سیمې خلک وایي چې څلور واړه شپونکیان د یوبل لیدو لپاره راټول شوي وو ،چې برید پرې شوی دی.
دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په همهاله توګه د هیواد په مختلفو نقاطو کې د ولسي خلکو پر کورونو او میشت ځایونو شپنۍ چاپې او عملیات دوام لري، چې وروستۍ هغه یې د هلمند ولایت په سنګین کې د بریښنا د کارکونکو وژل کیدل او په میدان وردګو کې د سلګونو دکانونو نړول وو ،چې په دواړو پیښو کې شاوخوا ۲۰ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.


















