کندوز: د بهرنيو ځواکونو چورلکه ويشتل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۵)
د جرمني رسنيو ويلي، چې د افغانستان په شمال کې يې یوه پوځي چورلکه ويشتل شوې او نسکوره شوې ده.
د جرمني AP اژانس ويلي، چې د چهارشنبې په شپه يوې جرمن الوتکې غوښتل چې له کندوز ولايت څخه بلخ ته پرواز وکړي خو له الوتو څو شيبې وروسته په ډزو ويشتل شوې او نسکوره شې ده.
د سرچينې په وينا، ويشتل شوې CH-53 ډوله چورلکې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د جرمني هېواد د پوځيانو د لېږد رالېږد دنده لرله.
په دغه پېښه کې د بهرنيو پوځيانو د مرګ ژوبله راپور نه دی ورکول شوی او نه چا د بريد مسولیت منلی.
تر دې مخکې طالبانو د افغان پوځ او بهرنيو ځواکونو چورلکې او بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
د يادونې ده، چې جرمني په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې ديارلس سوه پوځيان لري چې د دولتي ځواکونو د روزنې تر څنګ وخت ناوخت د طالبانو پرضد په مخامخ جګړو او هوايي بريدونو کې برخه اخلي.



