(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۷)
له لغمان څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې، تیره شپه د د دغه ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند نورلام سیمه کې بهرنیانو او افغان ځواکونو پر ولسي میشت ځایونو ګډ عملیات ترسره کړي.
خبر زیاتوي، امریکایي ځواکونو چې افغان عسکرو یې ملتیا کوله، لومړی د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړې او وروسته یې د کلی پر خلکو مخامخ ډزې کړې.
د سیمې خلک وایي، د ګډوځواکونو په ډزو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کلیوال شهیدان شوي او یو شمیر نور ټپیان دي
سرچینې زیاتوي، د چاپې پر مهال په سیمه کې طالبانو شتون نه درلوده.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې امریکایی او افغان ځواکونو د هلمند ولایت د ميوند ولسوالۍ اړوند د “اوزبارکې“ په سيمه کې د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې چې سخت مالي اوځاني زیانونه یې ور اړولي.
د خبرونو له مخې، لومړی افغان عسکرو شپږ( ۶) تنه کليوال وګړي ځای په ځای ووژل او بیا یې له ۲ کورونو څخه ښځې او ماشومان په چيغو ويستل او کورونو ته یې انفجار ورکړ.
د سیمې خلک وایي، ګډو ځواکونو د ولسي خلکو ۷ موټر او ۲۰ موټرسيکلان سوځولي او همداراز یې ۶ کليوال د بنديانو په توګه له ځانه سره وړي
طالبانو پیښه بشري جنایت بللی، خو حکومت یې پر وړاندې له څه ویلو څخه ډډه کړې.


















