(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۸)
الجزیرة انګلیسي په یوه څیړنیز مطلب کې ویلي، د ملي یووالي حکومت د خپلې بقا وروستۍ سلګۍ وهي او طالبانو د هیواد په زیاتره برخو خپل حاکمیت ټینګ کړی.
یادې خبري شبکې ویلي؛ د افغانستان حکومت د هیواد په ۵۶.۳ خاوره حاکمیت لري چې تر سلو پورته ولسوالۍ یې په کنترول کې دي.
دغه راز د ۱۱۹ نورو ولسوالیو بیا یواځې مرکزونه له حکومت او نورې سیمې له طالبانو سره دي .
الجزیرة ویلي ؛ د دغه هیواد د ۵۹ ولسوالیو حاکمیت په بشپړ ډول له طالبانو سره دی او حکومت په کې هیڅ راز فعالیت نه لري.
الجزیرة لیکي؛ طالبان اوس تر ټولو په قوي موقف کې دي او د بهرنیانو په شتون کې هم ورځ تر بلې پرمختګونه کوي.
باید وویل شي چې نن د پارلماني ټاکنو ورځ وه چې د هیواد په زیاتره سیمو کې د طالبانو د حُکم پر اساس خلکو رایې ورکولو ته زړه ښه نه کړ او له دې پروسې سره یې پریکون وکړ.

















