یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

چارواکي: یوه خبریال د ګڼو داخلي او بهرنیو چارواکو ژوند بچ کړی

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اکتوبر 21, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
هغه غونډه چې جنرال رازق او نور چارواکي په کې ووژل شول

هغه غونډه چې جنرال رازق او نور چارواکي په کې ووژل شول

10
ځلې شریک شوی
131
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۹)

د کندهار له برید څخه د څو ورځو په تیریدو سره اوس د دې برید نور اړخونه ورو،ورو ښکاره کیږي.

دا هم ولولئ

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

د کندهار ځایي چارواکي وایي، چې د تیرې پنجشنبې د خونړۍ پیښې اصلي طرحه کونکي چې د امنیتي ګارډ یو ساتونکی و، له سیمې وتلی دی.
په ټولنیزو چارو کې د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالی دستګیري وايي؛ د والي یو ساتونکی چې بصیر احمد نوميده او له څو کلنو را په دې خوا یې د والي د ګارډ په توګه دنده تر سره کوله، شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې یې  برید کوونکی کس چې نوم یې ګلبدین ښوول شوی، په خپل اعتبار چې ګواکې د خور زوی یې دی راوستلی او د والي د ساتونکي په توګه یې په دنده ګومارلی و.
اغا لالي پژواک ته ویلي، بریدګر په یوه نیمه میاشت کې بشپړ باور ترلاسه کړی و او آن د والي د وروستۍ دروازې پیره داري یې هم ترلاسه کړې وه.

د ذبیح الله الله (ابودحانه) په نوم هغه نفوذي عسکر(طالب) چې جنرال رازق یې وواژه

لالی وایي، د برید طرحه کونکي (بصیر احمد) کس د پنجشنبې په ورځ په ولایت مقام کې د غونډې له پيل کېدو نیم ساعت مخکې په دې بهانه اجازه اخیستې او تللی چې ګواکې په کور کې سخته ناروغي لري.

نوموړی زیاتوي، نصیر احمد څو ورځې وړاندې کورنۍ هم له سیمې ایستلې وه او تر برید سمدستي وروسته یې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ساحې ته ځان رسولی او تر هغه وروسته یې له ډیورند کرښې پورې غاړه اوښتی دی.

د دستګیري په خبره؛  بریدګر په داسې حال کې چې میلر او افغان چارواکو خدای پاماني اخیسته، د انارو کارتنونه راوړي او هم مهاله یې لومړی پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او بیا نورو چارواکو ډزې کړې دي ـ د امنیې قوماندان یوه مرمۍ پر زړه لګیدلی او دوه پښو ته او روغتون ته په رسیدو سره یې ساه ورکړې.
اغالالی وایي، بریدګر غوښتل چې د سکاټ میلر په ګډون ګڼ شمیر مشران ووژني خو د ملي تلویزیون خبریال سلیم انګار پرې په تش لاس حمله کړې چې له دې سره نورو سرتیرو پرې ډزې کړې او ځای پر ځای یې وژلی دی.
خبریال سلیم انګار هم د بریدګر په ډزو وژل شوی خو د والي، سکاټ میلر او ګڼو چارواکو ژوند یې بچ کړی دی.

په دغه پیښه کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل او کامره مېن سلیم انګار چې “ خپله یې ځان د مرګ خولې ته ورکړ “وژل شوي او والي، ویاند یې او درۍ بهرني ځواکونه ټپیان دي.

د ملي امنیت شورا وایي، په دې برید کې د پاکستان لاس درلودل نه شي تائیدولی او دا تر وخت مخکې کار دی

طالبانو د بریدګر انځورونه او مستنده ویډیو خپره کړې او د برید پړه یې منلې ده.

لوی ټکي: جنرال رازقکندهار
مخکینې مطلب

جنرال رازق چا وواژه ــ طالبانو که پاکستاني استخباراتو؟

بل مطلب

افغانستان غوره لیګ: کابل ځوانان او بلخ ليجنډز پایلوبه کوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
افغانستان

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
خبرونه

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com