(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۹)
د ننګرهار ولايت په اچین ولسوالۍ کې په يوه سراچه موټر د ماین چاودنې له امله يوولس کسان وژل شوي دي.
پېښه نن له غرمې مخکې د يوولس بجو په شاوخوا کې د مامندرې په مکان سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، په پېښه کې د يوې مېرمنې او شپږو ماشومانو په ګډون يوولس کسان وژل شوي دي.
ويل کېږي، وژل شوي کسان ټول ملکيان او د يوې کورنۍ غړي دي.
د مامندرې سيمه مخکې د داعش وسله والو تر ولکې لاندې وه او لږه موده کېږي چې يادې سيمې ته دولتي ځواکونه ورغلي دي.
تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.


















