شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ټاکنې داسې وي؟/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اکتوبر 22, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
10
ځلې شریک شوی
124
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا چې د ولسمشرۍ، ولسي جرگې، ولایتي شورا او نورې ټاکنې په اسلام کې روا دي او یا نا روا پر دې موضوع به دیني عالمان خبرې وکړي؛ خو په افغانستان کې هر ځل ټاکنې په هر لحاظ شرمېدلي وي. د تېرې شنبې په ورځ له غزني او کندهار پرته نور د هېواد د ۳۲ ولایتونو په مرکزونو کې دوې ورځې ټاکنې وشوې، خو د پنځلس میلیونه رایه ورکوونکیو له ډلې یوازې یو میلیون خلکو هم په ټاکنو کې برخه وانه‌خیسته. عام خلک ورځ تر بلې په ټول اوسني نظام او ټاکنو بې‌باوره کېږي. دلته لوستی او نالوستی ټول وايي، چې دلته انتخابات نه، بلکې انتصابات کېږي او ولې خپل ژوند په خطر کې واچوي.

د ټاکنو په لومړۍ ورځ طالبانو د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د ټاکنو مرکزونه په نښه کړل او د جگړو، نښتو او چاودنو له امله ځینې مرکزونه وتړل شول. طالبانو د هېواد په ځینو سیمو کې د نوماندانو صندوقونه، د ټاکنو کارکوونکي او نور وسایل هم ونیول او د هېواد مهمې لویې لارې یې هم تړلې وې. د شنبې تر مازیگره پورې ډېرو کمو خلکو په ټاکنو کې برخه واخیسته او د ټاکنو کمېسیون وروسته اعلان وکړ، چې یکشنبه دې هم د رایې اچونې مرکزونه پرانیستي پاتې شي، خو تېره ورځ بیا هم خلکو په ټاکنو کې برخه وانه‌‌خیسته او د دې پروژې په ناکامولو کې خلکو ښه اخلاص وکړ.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

په ټوله کې د ولسي جرگې ټاکنې په هر لحاظ ناکامې وې. د درغلیو پراخ شتون، د خلکو نه گډون، د یوه ولایت صندوقونه بل ولایت ته لېږدول، د طالبانو بریدونه، د زورواکانو له لوري په زوره له خلکو د رایې غوښتنه او حتا داسې انځورونه هم خپاره شول، چې د رایې اچونې په مرکزونو کې کارکوونکي د لډو لوبه کوي او قرار ناست دي.

دا چې راتلونکې ولسي جرگې ته به بیا څوک بریالي کېږي، په دې ټول خلک پوهېږي، چې د ټاکنو په کمېسیون کې چارواکو ته څومره ډېرې پیسې ورکړې، ښه زور ولرې او څومره درغلي کولی شې، نو بریالي به هم هماغه خلک وي او په ډېر کم شمېر کې به داسې کسان هم بریالي شي، چې په رښتیا د خلکو په رایه راغلي وي.

نور خو خلک پوهېږي، چې دلته د خلکو د خوښې وړ کسان هېڅکله نه بریالي کېږي. هر لوستونکی دې خپل ولایت په نظر کې ونیسي، چې د ولایت څومره زورواکان، څومره غاصبین او څومره سر زوري خلک نوماندان شوي وو او د بریالیتوب چانس یې څومره دی؟ نور ټول افغانستان همداسې پرتله کړئ او بیا به خپله ووایئ، چې په رښتیا دلته ټاکنې نه وې، بلکې د زورواکانو زورازمايي کېدله.

د ټاکنو تر پایلو پورې…

په ټولنیزو شبکو کې ځینې نوماندان همدا اوس خپله بریا نمانځي. لا پوره رایې شمېرل شوي نه دي، خو دوی پوهېږي، چې بریا یې یقیني ده او د رایې شمېرنې کسانو جېبونه یې ور ډک  کړي او پردۍ رایې هم د ده په حساب کې ورزیاتوي.

د ټاکنو د پایلو د اعلان وروسته په ټول هېواد کې د گڼو لاریونونو اټکل به بې‌‌ځایه نه وي. دلته هر نوماند ځان بریالی گڼي او پلویان به یې بیا خلکو ته میاشتې ـ میاشتې سرخوږی پیداکړي او یا کېدای شي دغه ټاکنې بې‌پایلې اعلان شي او د ولسمشرۍ، ولسي جرگې او ولایتي شورا ټاکنې په یوه ورځ ترسره شي او که بل نظام راغی، نو د دغو خلکو ټولې هیلې به خاورې شي او په تش ډگر به پاتې شي.

لوی ټکي: ټاکنېد طالبانو بریدونهدرغليغزنيکندهارمهمهېواد ریان
مخکینې مطلب

کندهار: د امنيه قومندان د ټاکلو پر سر اختلافات روان دي

بل مطلب

د ټاکنو نړيواله مسخره او جدي اشرف غني

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com