یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

مسخره انتخابات، تخنیکې ستونزې، د طالبانو بریدونه او نړيوال غبرګونونه

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 22, 2018
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
16
ځلې شریک شوی
196
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل—-

په افغانستان کې د وړمې ورځې انتخابات چې د طالبانو تر سختو بريدونو او تخنيکي ستونزو له کبله تر امنيتي ګواښ لاندې و د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي په لومړۍ ورځ په ټول هېواد ۲۵۳ ټاکنیز مرکزونه د امنیتي، تخنیکي، فني او موادو د نه رسېدو له کبله تړلي وو.

د ټاکنو کمېسيون رئیس ګلاجان عبدالبديع صياد د ټاکنو په لومړۍ ورځ يوې خبري غونډې ته وويل چې ډيری مرکزونو ته ټاکنيز مواد په خپل وخت نه دي رسېدلي، د مرکزونو یو شمير کارمندانو خپلې دندې پريښې او د کابل په شمول په شپاړلس ولايتونو کې د سلګونو ټاکنيزو مرکزونو دروازې تړلي دي.

هغه له خلکو بخښنه وغوښته او زياته يې کړه چې د لومړۍ ورځې په ۴۰۱ تړلو مرکزونو کې به په دوهمه ورځ انتخابات ترسره شي.

که څه هم نوموړي په پاتې مرکزونو کې د بيا ځلې انتخاباتو خبره وکړه خو په دوهمه ورځ هم يواځې کابل او ننګرهار هغه ولايتونه و چې ځينې مرکزونه پکې پرانيستي و او ډيری نور بيا هم تړلي پاتې و.

د فراه د ولايتي شورا غړي شاه محمود نعيمي وويل، په دغه ولايت کې يواځې شپاړلس زره کسانو رایه کارولې او نور په ټول ولايت کې نه په دوهمه ورځ تړلي مرکزونه پرانيستل شوي او نه په لومړۍ ورځ ډيرو خلکو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی.

د فراه ولايت يواځې يوه بیلګه وه چې ولايتي شورا وايي، چارواکي بريالي نه شول چې په دوهمه ورځ هم ټاکنیز مرکزونه پرانيځي.

د نړۍ  په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې ټاکنې په دوو ورځو کې ترسره کيږي.

ټولنيزو رسنيو او غربي مطبوعاتو هم د ټاکنو پرونۍ پروسه خندوونکې ډرامه بللې ده.

د شنونکو په باور، دوهمې ورځې ته د ټاکنو ځنډول د درغلۍ او تقلب لپاره ترسره شوي دي.

طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د انتخاباتو کميسيون وايي، پارلماني انتخاباتو لپاره اته ميليونه خلکو ځانونه ثبت کړي و خو شاوخوا څلور ميليونه کسانو رایه ورکړې ده.

د صياد په وينا، په مجموع کې د رأی ورکولو په شرایطو برابرو ۴۵ فیصده خلکو رأیه کارولې ده.

د انتخاباتو کمېسیون وايي، په کندهار کې به چې انتخابات یې ځنډول شوي راتلونکې شنبه ترسره کړي.

د ټاکنو په لومړۍ ورځ ، د کابل په ګډون په ګڼو نورو ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې پر ټاکنيزو مرکزونو بريدونه او چاودنې شوې وې او طالبانو يو شمېر لويې لارې هم تړلې وې.

طالبانو وويل، په ټول هېواد کې يې ۴۰۷ بریدونه او  چاودنې کړي، چې لسګونه عسکرو، انتخاباتي کارمندانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه مرکزونه بند او يا ویجاړ کړل شوي او د سل په شاوخوا کې د ټاکنيزو مرکزونو کارکوونکي طالبانو ژوندي نيولي دي.

طالبان وايي، د اشغال په صورت کې په تر اشغال لاندې ملکونو کې د انتخاباتو په نامه جعلي پروسې د اولسونو په سترګو کې د خاورو شیندلو معنا لري، ځکه هرڅه په کې د اشغالګرو قوتونو په تمویل، لارښونه او نفع ترسره کیږي چې هيڅ افغان با احساسه ضمیر ته د منل وړ نه دي.

د ملي يووالي حکومت د کورنيو چارو وزير ويس برمک وويل، د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ټاکنيز بهير پر مهال ۱۹۲ امنيتي پېښې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې د ټاکنو په ورځ د ۱۹۲ پېښو له ډلې یې ۹۳ د ټاکنو اړوندې پېښې دي. په دوی کې د ټاکنو پر سیمو، کارکوونکو او مرکزونو بریدونه دي او پاتې نور یې د دانش په خبره پر افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفانو بریدونه وو.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

د افغانستان په ټاکنو نړيوالو بيلابيل غبرګونونه څرګند کړي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ویلي، د تخنیکي او امنیتي ستونزو برسیره په ټاکنو کې د خلکو ګډون هیله بخښونکې ده.

ملګري ملتونه وايي، د ټاکنو پر مهال په کابل او ولایتونو کې په ډيری مرکزونو کې د تخنیکي ستونزو له کبله ټاکنې وځنډیدې او خلکو په ساعتونو انتظار وکړ.

امریکا، کاناډا، جرمني، هند او نورو هېوادونو په ټاکنو کې د افغانانو د برخې اخيستو ستاينه کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو اعلامیه خپره کړې او په کې د دغو ټاکنو ننګه شوې ده.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د انتخاباتو په لومړي ماښام اريانانيوز سره په مرکه کې دغه انتخابات مسخره، خندوونکي او خونړۍ لوبه وبلله په وينا يې دا بحران زېږوونکي انتخابات دي، په دې انتخاباتو کې يواځې د افغان اولس درېيمه برخه مشارکت لري.

د حکمتيار په وينا، عمداً او قصداً نيمايي ولس په انتخاباتو کې له شرکت نه محروم کړای شو په خبره يې د افغان ولس د دېرش ميليونه څخه يواځې د يو ميليون خلکو استازي به په پارلمان کې وي او نهه ويشت ميلیونه به استازي نه لري.

که څه هم په افغانستان کې د نړيوالو يو شمير متحدين او د ګډ حکومت ملګري ملکونه دغه انتخابات بريالي ګڼي خو د ورکړل شويو راپورونو له مخې ډيری خلکو يواځې په ښاري سيمو کې خپلې رايې کارولي دي، چې هغه هم د کابل په ګډون په ډيری ولايتونو کې پکې درغلۍ شوي، زورواکانو په خپله ګټه رايې اخيستې او د طالبانو له ويرې د هېواد اطرافي سيمو او ولسواليو کې انتخابات نه دي ترسره شوي.

مخکینې مطلب

موږ خپل قاتلان خپله وژنو

بل مطلب

لوګر: طالبان وايي د بهرنيو ځواکونو چورلکه يې نسکوره کړې ده

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com