یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

موږ خپل قاتلان خپله وژنو

ودان نشرونکی: ودان
اکتوبر 22, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
جنرال رازق،  جبار قهرمان

جنرال رازق، جبار قهرمان

25
ځلې شریک شوی
315
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

بین الملل چې کله د افغانانو وژلو ته د امریکایي یرغل تر چتر لاندې خارجي پوځیان رالېږل، د سوله ساتو نوم يې پرې کېښود او په څنګ کې يې د افغانستان د طویل المدت اشغال او د افغانانو ذهني تېر ایستنې لپاره د خارجي یرغلګرو پوځیانو بربریت او وژنو ته د کومک او همکارۍ نوم ورکړ.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د جګړې له پیله داسې پلان شوې وه چې جګړه به هم کوو او په ضمن کې به ورسره فکرونه غلا کوو او اصطلاحات به تغیروو، د فکرونو د تغیر پیل د یرغلګرو لومړني مزدور واکمن حامد کرزي د یرغلګرو پوځونو جنرالانو ته د مډالونه پر ویش وکړ او هغه اعزازي مډالونه چې افغان مشرانو او جنرالانو ته د نیواکګرو پوځونو د سر کوبولو او شړلو په بدله کې ورکول کېدل، د ځوان نسل د فکري انحراف لپاره قصداً د یرغلګرو او افغان وژونکیو جنرالانو پر سینو وټومبل شول او همداسې دا لړۍ پیل او د دې ملت د فکري انحراف او تخدير لپاره په هره برخه کې پر لار واچول شوه.

همدا اندېښنه زموږ سره د اشغال په پیل کې موجوده وه چې استعمارچيان او پلویان يې، چې په اوس کې په خیاطانو مشهور دي، د افغانانو د وژنې تر څنګ د الفاظو او القابو په تغیر هم کار کوي. نن يې وینو او ګورو چې مضر اثرات يې زموږ په ځوان نسل کې ورو ورو څرګندیږي او کابو اتیا سلنه ځوانان د یرغلګرو د دغې فکري حربې ښکار ګرځېدلي دی.

اوس خبره تر دې کچې رسېدلې ده چې که هر څوک د ملا او طالب له لورې ووژل شي، د ټولو د زړه سر او اتل شي، مظالم، خیانتونه او په لوړه کچه فسادونه یې له ټولو هېر او د مېړانې خیالي او هوایي افسانې يې په ټولو خولو جاري شي.

په وروستیو کې طالبانو خپل کلک دښمن او د امریکایانو کلک ملاتړی جنرال رازق وواژه او دستي يې د وژلو مسؤلیت هم ومانه. تر دې وړاندې طالبانو رازق ته اخطار ورکړی و چې ګویا ژوندی دې نه پرېږدو او چې هر کله مو لاس درباندې بر شو، وژنو دې.

جنرال رازق د شهیدو طالبانو جسدونه په خپلو پوځي موټرو پسې کشول، اورونه يې ورته اچول او تر وروستي بریده يې د طالبانو د جسدونو توهین کاوه. همدا لامل و چې طالبانو رازق ته ګواښ وکړ او د وژلو لپاره يې له هرې ممکنې لارې د استفادې کوښښ پیل کړ.

رازق له ژوندیو طالبانو دومره وېره درلودله چې دکندهار له پوهنتون او ښار ئې هر ږیرؤر او په سنتو برابر ځوان پورته کاؤه چې بیا ئې په شخصي زندان کې شکنجه کاؤه او واژه. او ستره اتلولي ئې همدغه ؤه چې دشهید طالب جسد به ئې موټر پسې وتاړه، کش به ئې کړ، انځورونه به ئې ورسره وکېښل او درسنیو له لارې به ئې نشر کړل
تر دې ورهاخوا د عبدالرازق په ژوند کې هیڅ داسې کومه کارنامه نشته دی چې د اسلام او ملت لپاره نیکنامي او دخیر باعث وي.

اشغال اصطلاحات تغیر کړه، معیارونه ئې بدل کړه. اوس معیار نشته دی، څه چې له رسنیو او د اشغالګرو له خیاطانو واورو همهغه راته مستند لاسؤندونه شي
دا اوس چې ځینې وایي عبدالرازق دپاکستان خلاف ؤ، ازغن تار ئې نه پرېښود، او په همدې ئې له ژوند لاس پرېمنځه دوی پر خپلو عقلونو ملنډې وهي، ځان پورې خندا کوي. رازق دهغه نظام مخکښ جنرال ؤ چې په ډیورنډ لائن ئې سودا کړې ده
تر دې بعد اتلواله دا نه ده چې دنظام برحاله جنرال پاته شې، دشخصي ملېشو پر مټ ورځ نیمه کش کړپ جوړ کړې او دځان مشهورتیا لپاره دخواله رسنیو له لارې عامه توجو جلب کړې
رازق به هغه وخت اتل وای چې استعفاء ئې وړاندې کړی وای او دخاورې پلورونکي ئې( که خارجیان دي او یا داخلیان) په ارګ کې په دا ککره ویشتلی وای

تاسو ددي اتل! پس منظر لیږ وپلټئ که چېرې ئې د افغان ملا، طالب، ږیرور او په سنتو برابر ځوان دوژلو مقابل کې ئې دپنجاب له مزدورو نشنلستانو اشاره او شاباش نه وي اخیستې مخ مې تور کړئ. که ئې د افغان پتمن مسلمان عظمت او عصمت دیرغلګرو جنرالانو پښو ته غورځولی او نڅولای نه وي په خره مې سپور کړئ
لقمان کلی او جانګیر کلی چې اوسیدونکیو ئې اوس پاکستاني تابعیتونه اخیستي دي، چا او دچا په سلا، مشوره او منځګړتوب په پنجاب خرڅ کړ؟!
که ومنو چې امریکایانو له منځه یؤړ؛ اتل او مېړنی داسې څوک کيدلای شي چې په خپله خاوره او خپل دفتر کې ئې خارجی جنرال ووژني؟
زموږ اتلان هغه څوک کیدلای شي چې یرغلګر جنرالان ئې وژلي دي او ددیني او ملي ارزښتونو دساتنې لپاره ئې تر وطن زرګونه کیلومتره وړاندې ددې خاورې دښمنان وژلي دي

موږ باید دغربي رسنیو په جال کې دومره ګیر نشو چې له خپل تاریخ، او خیر او شر څخه نا خبره او غافل شو او څه چې له رسنیو اورو او وینو همهغه بې له فکره په ذهن کې کښېنوو
رازق زموږ لپاره اتل نه ؤ، عار ؤ، تاریخي شرم ؤ، موږ له تاریخي شرم دځان ژغورلو په پار خپل شرم ختم کړ. همدا زموږ دتاریخ برخه ده چې موږ خپل غداران وژنو او خپل شرم خپله خوندي کؤو
زموږ تاریخ دا نه دی چې زموږ غداران بل چا راته وژلي دي، دا زموږ لپاره شرم دی، بلکې ملي خیانت باله شي. موږ غیور ملت یو او خپل غداران مو خپله وژلی دي او وژنو ئې او همدا زموږ د ویاړمن تاریخ سپین باب دی

لوی ټکي: جبار قهرمانخارجياندښمنرازقطالبان
مخکینې مطلب

د ټاکنو نړيواله مسخره او جدي اشرف غني

بل مطلب

مسخره انتخابات، تخنیکې ستونزې، د طالبانو بریدونه او نړيوال غبرګونونه

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com