پکتیا:ځایي چارواکو په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلي کړې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱)
په پکتیا کې یو شمیر وکیلان او سیمیز خلک وایي، چې د میزان د ۲۸ مه نیټې په ټاکنو کې د دې ولایت زورواکانو او د سیمیزې ادارې مسؤلینو په پراخه کچه درغلي کړې.
له پکتیا څخه یو تن نوماند جمعه ګل افغان وایي، که څه هم د اصولو له مخې دولتي ادارات او چارواکي په ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري، خو د دې ولایت رهبرۍ د مشخصو نوماندانو په ګټه لاس وهنه کړې.
سرچینې وایي، د قول اردو قوماندان او د څمکنیو ولسوال د د دې ولایت د پخوانۍ وکیلې راضیه سعادت منګل په ګټه په څمکنیو او لجه منګل کې صندقونه ډک کړي،دغه راز په ځاځیو کې هم ورته پیښه د مشخص نوماند په ګټه ترسره شوې او مرکز ګردیز کې هم دا سناریو تکرار شوې ده.
خبر زیاتوي،د دې ولایت یوه پخوانی استازي (ابراهیم غښتلي) د پکتیا په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي د ښځو د محلاتو په نامه صندوقونه په خپل نوم ډک کړي او سر له اوسه د بریا ادعا کوي.
ګڼو وکیلانو چې درغلي ورسره شوې وه، تیره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې،د ولایتي ادارې هغه ولسوالان ،امنيتي مسولین او او ملکي مامورین چې د ټاکنو په ورځ يې درغلیو ته زمینه برابره کړه باید له دندې ګوښه، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
دوی زیاته کړه، هغه صندوقونه چې دشپې یا د ورځې له خوا د ولسوالانو او امنیه قومندانانو له خوا د مشخصو نوماندانو په ګټه ډک شوې دي باید د لومړنیو نتایجو وړاندې لغوه اعلان شي.
وکیلانو وړاندیز وکړ چې د ټولې پکتیا رايې باید په مرکزګردېز کې یوځل بیا وشمېرل شي.
باید وویل شي چې په کابل، ننګرهار،او په لویه کچه د ټول هیواد په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلي شوې چې د ټاکنو مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی.
تر دې وړاندې د حزب اسلامي مشر او طالبانو په ټینګار سره ویلي و، چې د ټاکنو برخلیک ټاکونکی لوری بهرني سفارتونه دي او دا انتخابات یې مسخره آمیز او له درغلیو ډک بللي وو.



