شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

عسکر لیونیان شوي دي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اکتوبر 25, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
616
ځلې شریک شوی
114
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

ننګرهار کې د اشرف غني عسکر لیونیان شوي دي، چې له کبله ئې دننګرهاریانو وینې بهیږي، دتابوتونو کاروبار په درز کې روان دی او کابو هر سهار دننګرهاریانو پر اوږو دپلرونو، وروڼو، وریرونو او مېندو جنازې بار وي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

یو وخت ننګرهار د امن او علم کور ؤ، دهېواد له هر ولایت خلک راتلل او ننګرهار کې مېشت کېدل اما اوس ننګرهار دګلو هار نه دی پاته. له غرب راغلیو روبوټانو ئې په ښکلا، امنیت او علمیت اور بلی کړی دی او دګلونو هار ئې راته په باروتو لولپه کړ

دننګرهار امنیت په لومړي ځل دمنظم پلان له مخې په داعشیانو وګواښل شو، ښوونځي او پوهنتونونه ئې تقریباً وتړل شؤل او کارونه په کې په ټپه ودرېدل. داعشیانو چې تر شاه ئې د امریکایانو کلک ملاتړ لري، په ننګرهاریانو هیڅ رحم ونکړ، بېدرېغه ئې ووژل، حتی په بمونو ئې کښېنول او په خورا وحشت ئې دوژلو لړۍ ته ادامه ورکړه

اوس چې دطالبانو له لورې داعشیان د سپین غر په لمنه کې کلابند دي او ننګرهار کې تر یؤه حده دوژنو لړۍ بنده شوې ده، عسکر لیونیان شوي دي او هره شپه په مظلومو ننګرهاریانو دبمونو بارانونه کوي

له ډېرو افغانانو سره اوس داسې اندېښنې را ټوکېدلي دي چې ګویا افغان جګړه بلیک واټر ته سپارل شوې ده خو اصل کیسه داسې نده، کیسه داسې ده چې جګړه خصوصي شوې ده مګر بلیک واټر ته نه ده سپارل شوې

جګړه ډاکټر غني او بانډ ئې ټیکه کړې ده او امریکایانو ته ئې ډاډ ورکړی دی چې د افغان عسکرو له منځه به داسې لیونیان کرایه کړي چې نه دچا ناموس پېژني، نه ترحم او عاطفه او داسې حالت را منځ ته کړي چې هېوادوال په بلیک واټر شکرونه وکاږي.

که مو زړه ته نه لویږي دصفر یک او دو قطعې کوم عسکر ته قران کیږدئ چې د وحشیانه او بېدرېغه بېګناه قتل او قتال امر چا ورته کړی دی؟!

دحضرت علي رضي الله عنه وینا ده چې پر کفر بناء نظام دوام کولای شي مګر ظالم نظام بقاء نلري او نه دوام کولای؛ که نظام سکوت شي ډاکټر غني دلته څه لري؟

یؤه ئې رولا ده او یو دی دی؛ نور ئې دلته څه شته دی؟ حتی ددې ملت سره ئې کوم ربط هم نشته دی

د ښځې او اولادونو ئې نه پښتو زده ده، نه ده دې ملت له عنعناتو او فرهنګ خبر دي، نه ده دې خاورې تابعیتونه لري، پلار ئې هم دغسې درواخلئ

نو لیونی عسکره! په تا څه شوي دي چې نه پر ځان رحم کوې، نه پر افغان مسلمان، او نه پر ګران افغانستان؟!

یؤه شېبه دا سوچ ته دروله چې نظام سکوت شوی دی، امریکایان تښتېدلي دي او غني ئې هم له ځان سره بوولای دی؛ ته چېرې تښتې او د هېواد په کوم ګوټ کې دپټېدو ځای لرې؟

په دې هم سوچ وکړه چې دا کومه بې فرهنګه جګړه چې ته کوې، آیا ته خور، مور، پلار، بچی او ورور نلرې چې په هغوی ترس وخورې؟

آیا ستا بچي دډاکټر غني دبچیانو غوندې اروپا او امریکا کې ژوند کوي؟

که طالبان ستا د وحشیانه اعمالو په بدل کې ستا کور ونړوي او تمامه کورنۍ دې ووژني، غني به تاته څه درکړي؟

هغه چې پخپله روبوټ دی او په ریموټ ناڅي تاته به څه درکړی؟

هغه تر دې کچې، کچه او غلام دی چې دخپل ځان پوښتنه نشي کولای، په تا به ننګ څنګه وکړي؟!

لیونی شویه عسکره! ته ددې ملت بچی ئې او سبا به دهمدې ملت رحم کرم ته پاته وې؛ که په ملت رحم نکوې په ځان او خپلې کورنۍ رحم وکړه

ستا مشران په جګړه کې ګټې لري او تر هغو به په جګړه اصرار کوي ترڅو چې ستا غوندې احمقان ددوی تر جغ لاندې وي

اور ژبي شاعر مطیع الله تراب دوی ډېر مخکې ولس ته داسې ورپېژندلي دي

دا د روبلو مینان اوس په ډالرو روږدي

دا په ښوروا په پلاونو او په لرو روږدي

دوی په نڅا په موسیقۍاو په سندرو روږدي

چې ددوی جیب ډک وي ملي ګټه تاوان څه کوي؟

دوی پرمذهب او پښتون پښتونستان څه کوي؟

دا په هندي ډرامو بوخت دي، دين ایمان څه کوي؟!

مخکینې مطلب

کندهار : يو اوونۍ وروسته بيا هم په درې ولسواليو کې ټاکنې نه کېږي

بل مطلب

د قهرمان او جنرال د فاتحې نه اخیستونکی والي له دندې ګوښه شو

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com