غور: موټر چپه کېدو پېښه کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳)

د غور ولايتي چارواکي وايي، په تولک ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له کبله لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي وايي، یو مسافر وړونکي فلاینکوچ ډوله موټر چې له هرات څخه غور ته پر لاره وه په تولک ولسوالۍ کې له سړک اوښتی او چپه شوی دی.

د خطيبي په وينا، په یاده پېښه کې درې تنه مړه شي او اووه تنه نور ټپيان دي.

په هېواد کې د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button