شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

جنرال عبدالرازق چا وواژه او نبیل ته یې څنګه قاتلان معلوم شول؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اکتوبر 25, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
1k
ځلې شریک شوی
252
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 جنرال حسن میرزئ

جنرال عبدالرازق د هیواد په جنوبي ولایتونو کې د بهرنیانو له لوري د رامنځته شوي نظام یوه قوي پایه ګڼل کیده ،نوموړی د روان لمریز کال د تلې د میاشتې په (26 ) نېټه د کندهار د ولایت مقام په دفتر کې د یوې امنیتي ناستې په دوران کې چې په افغانستان کې د ناټو د ټولو قواؤ مشر جنرال سکاټ میلر هم پکې ګډون درلود د والي د یو ساتونکي له لوري چې طالبانو خپل نفوذي سرتیری بریدګر بللی دی په ډزو ووژل شو.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

 د نوموړي له وژل کیدو سره په بهرنیانو او ګډ حکومت کې زیاته وارخطایي ګډه شوې ده او داسې ویره ده چې د هیواد په جنوب په ځانګړې توګه کندهار کې به طالبان یو ځل بیا پیاوړي شي او د جنرال عبدالرازق د قومندانۍ په دوره کې به له لاسه ورکړې سیمې بیرته لاندې کړي.

 د جنرال رازق د وژل کیدو د پيښې اهمیت ته په کتو د دې پیښې د عواملو په اړه د مختلفو شخصیتونو او خواؤ له لوري ډول ډول تحلیلونه وړاندې کیږي.سره له دې چې طالبانو د دې پيښې پړه منلې ده ؛ خو بیا هم څوک په دغه پیښه کې امریکایان ګرم بولي ، څوک د پاکستان استخباراتي سازمان ته ګوته نیسي ، څوک په واکمن نظام کې داخلي رقابتونه د دې پیښې تر شا ګڼي او څوک بیا دا پیښه د قومي رقابتونو زیږنده بولي.

 ګډ حکومت چې کوم پلاوی د خپل ملی امنیت د رئیس معصوم ستانکزي په مشرۍ د دې پیښې د هراړخیزې څیړنې لپاره ټاکلی دی تر اوسه یې لا خپلې وروستۍ موندنې نه دي وړاندې کړې ؛ خو دلته پوښتنه دا ده چې د دغو بیلابیلو انګیرنو تر شا کوم لاملونه دي ؟

د کتونکو په باور کوم کسان چې امریکایانو ته د پړې ګوته نیسي هغوی په دې پیښه کې دمیلر ژوندي پاتې کېدل ، د ناستې په دوران کې د جنرال عبدالرازق او امریکایانو تر منځ د ډیورنډ په لین د اغزن تار د غځولو پر سر لفظي شخړې او له هر برید څخه وروسته د امریکایي عسکرو د بې توپیره ناتاره ډزو فرهنګ په شک کې اچولي دي.

 څوک چې د پاکستان استخباراتي سازمان پدې پيښه کې دخیل بولي هغوی له پاکستان سره د جنرال رازق مخالفت او هغه تبلیغاتي ذهنیت دې ته باورمن کړي کوم چې د طالبانو له هر برید وروسته د بهرنیانو او ګډ حکومت د استخباراتي تبلیغاتي دستګاؤ له لوري خپریږي او د پاکستان استخباراتي سازمان پکې په لاس درلودلو تورنوي.

کوم کسان چې د نظام خپلمنځي سیالۍ د دې پیښې تر شا ګڼي هغوی د ګډ حکومت له رهبرۍ سره د جنرال عبدالرازق سیاسي ستونزې دلیل نیسي.

 او څوک چې په جنوب کې قومي رقابتونه د دې پیښې تر شا ګڼي هغوی په جنوب کې د جنرال عبدالرازق له لوري د نورو قومونو د مخورو شخصیتونو او کدرونو د هدفي وژنو ادعاؤ ته ګوته نیسي.

 او څوک چې څو ګامه وړاندې ځي او د طالبانو ځینې مشخص کسان په دې پيښه کې په لاس لرلو تورنوي او نومونه یې اخلي هغوی بیا د خپل استخباراتي تجارت او ګټې وټې د پرمخ بیولو په فکر کې دي او غواړي د خپلو هغو استخباراتي تحلیلونو لپاره چې د خپلو نیم نیم کله مخکینیو او اوسنیو استخباراتي معلوماتو په اساس یې ترسره کوي مارکیټ پیدا کړي.

 له دوی څخه یو هم جنرال رحمت الله نبیل دی. ویل کیږي کله چې جنرال رحمت الله نبیل په (UNHCR) کې مامور ؤ د امریکا د مرکزي استخباراتو له ادارې یا ( CIA) او د برتانیې د بهرنيو استخباراتو له سازمان یا ( MI6 ) سره یې نیږدې اړیکې پیدا کړې او دوی ته به یې د پخوانیو تنظیمونو په کمپونو کې د مهاجرینو او د طالبانو د حکومت په اړه استخباراتي معلومات راټولول او جاسوسي یې ورته کوله.

 نوموړي د دواړو استخباراتي سازمانونو په ګډو پټو روزنیزو کمپونو کې څو ځله پوځي استخباراتي روزنه لیدلې ده. له همدې امله د بهرنیانو په راتګ سره د کرزي په حکومت کې د ملي امنیت د شورا د داخلي اړیکو د رئیس په توګه وټاکل شو او څنګه چې د  (CIA) او(MI6)  ډیر د باور وړ استخباراتي کارمند ؤ له همدې امله څه موده وروسته د ارګ د استخباراتو یا (PPS) د ر‎ئیس په توګه وټاکل شو؟ (PPS) د CIA او M16  تر مستقیم نظارت لاندې د واکمن نظام د مشر یا رئیس جمهور محافظت چارې سرته رسوي. رئيس یې هم د محافظت د ګارد قومندان وي او هم پدې اړه استخباراتي فعالیتونه مخ ته وړي.

جنرال رحمت الله نبیل دوه ځله د بهرنیانو له لوري د رامنځته شوي نظام د ملي امنیت د رئیس په توګه د څو کلونو لپاره دنده سرته رسولې ده. ویل کیږي چې په لومړنۍ دوره کې نوموړی د کرزي له لوري له دې امله له دندې څخه لرې شو چې په تاجکستان کې په اخلاقي فساد کې د یوې قضیې په اړه پرې یوه مستنده ویډیو د خپلو پنجشیري رقیبانو له لوري ثبت شوې وه، او دوهم ځل له حنیف اتمر سره د اختلافاتو له امله له دندې ګوښه او پر ځای یې معصوم ستانکزی وټاکل شو.

 جنرال رحمت الله نبیل په پلازمینه کابل کې په مختلفو ځایونو کې د طالبانو د بریدونو له ویرې په ډیر ه پټه توګه اوسیږي خوڅنګه چې په شش درک کې د نوموړي هستوګنځی د عیاشۍ ډير سهولتونه لري له همدې امله زیات وخت هلته پاتې کیږي.

ویل کیږي نوموړی د شرابو زیات معتاد دی، له همدې امله تل په امنیتي مسایلو کې عجیبې خندنۍ له وخت څخه تیرې څرګندونې کوي.په نوموړي باندې د ملي امنیت د رئیس په توګه په خپلو دواړو دورو کې د زیاتو بې ګناه افغانانو د تښتولو او ځورولو تورونه پورې کیږي .

 ویل کیږي چې نوموړي په هیواد کې د ننه او له هیواد څخه بهر د مهاجرینو په کمپونو کې زیات شمیر دیني علمي شخصیتونه ، قومي او جهادي مشران د هدفي بریدونو نښه ګرځولي دي او د (CIA) او (MI6) تر مستقیم نظارت لاندې یې د داسې قتلونو لپاره ځانګړي اجرتي ګروپونه درلودل.

جنرال نبیل د هندوستان د بهرنیو استخباراتو له سازمان ( RAW) سره هم نیږدې اړیکې لري او د دوی په اشاره د طالبانو په هر برید کې د پاکستان استخباراتي سازمان ( ISI ) په لاس درلودلو تورنوي. داسې هم ویل کیږي چې نوموړي یو وخت د برتانیې د استخباراتو ( MI6 )  په مرسته د پاکستان د خارجي استخباراتي سازمان ( ISI ) سره هم اړیکې درلودلې، خو دا اړیکې هغه مهال خرابې شوې چې د ملي امنیت د رئیس په توګه د جنرال رحمت الله نبیل په دوره کې په پاکستان کې یو شمیر امنیتي پیښې تر سره شوې او پاکستان د هندوستان ( RAW ) او ( NDS) په دې پیښه کې پړه وبلل.

 جنرال رحمت الله نبیل اوس د ملي محور تر پوښښ لاندې یو شخصي استخباراتي قراردادي شرکت لري او په افغانستان کې د بهرنیو ښکېلو لورو د استخباراتي سازمانونو څخه د خپلو هیوادوالو پر ضد د جاسوسۍ او پټو عملیاتو پروژې اخلي او سرته یې رسوي.

 څرنګه چې نوموړی د خپل شخصي قراردادي استخباراتي شرکت د چلولو لپاره همیشه مارکیټ ته ضرورت لري له همدې امله په هیواد کې د مهمو پیښو په اړه په ټولنیزو شبکو کې د خپلو شخصي حسابونو له لارې غیر مستند استخباراتي اطلاعات او تحلیلونه وړاندې کوي او هڅه کوي چې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو پاملرنه خپله کړي او پروژې ترې واخلي .

نوموړي د جنرال عبدالرازق د وژنې په اړه هم خپل اطلاعات او اطلاعاتي تحلیل په ټویټر کې د خپل حساب پر مخ وړاندې کړ. پدې قتل کې یې د کندهار ټپي شوی والي ( زلمی ویسا) د پوښتنو او ګرویږنو وړ بللی دی او همدغه راز یې د طالبانو د ځینو چارواکو نومونه اخیستي دي او د دې قتل طراحان یې بللي دي.

 خو د استخباراتي چارو د کارپوهانو له نظره، د جنرال رحمت الله نبیل دغه وړاندې شوي اطلاعات یو اټکل دی ؛ ځکه څنګه کیدای شي چې له پراخه استخباراتي امکاناتو سره سره بهرنیانو او افغاني دوستانو یې مخکې له مخکې څخه د دې پیښې په اړه اطلاع نه وه تر لاسه کړې او په مخنیوي کې یې پاتې راغلل، خو نبیل بیا په دې وتوانید چې د پیښې په اړه سمدستي اطلاعات ترلاسه کړي. بله دا چې کوم شخص چې نبیل د دې پیښې اصلي طراح بللی او د طالبانو د استخباراتو د مسؤل په توګه یې یاد کړی دی د هغو معلوماتو له مخې چې د طالبانو د تشکیلاتو په اړه خپاره شوي دي د طالبانو د استخباراتو مسؤل بل څوک دی او دغه شخص ډیر مخکې له دې دندې څخه تبدیل شوی دی. همدغه راز کوم شخص چې د سرتیري بریدګر د روزونکي په توګه یاد شوی دی هغه هم د طالبانو د تشکیلاتو په اړه د خپرو شوو معلوماتو په اساس په دغه برخه کې کومه دنده نه لري .

د معلوماتو له مخې، جنرال رحمت الله نبیل له دې څخه د مخه هم د طالبانو د ډیرو بریدونو په اړه په ډیره عجله ورته اطلاعات او تحلیلونه وړاندې کړي دي او په هر اطلاعاتې تحلیل کې د طالبانو د څو مشهورو شخصیتونو نومونه یادوي رایادوي او د پاکستان د پوځي استخباراتي سازمان(ISI) نوم اخلي. کله بریدونه په یوه شخص پورې وتړي او کله په بل پورې. همدغه راز د جنرال رازق د وژنې په اړه رحمت الله نبیل په خپلو خپرو کړو معلوماتو کې کوم سند نه دی وړاندې کړی چې د ده د معلومات تائید وکړي .

د استخباراتي چارو د کتونکو په باور، ډیره شونې ده چې جنرال رحمت الله نبیل امریکایانو په دې ګمارلی وي چې د جنرال رازق په قتل کې د طالبانو ځینې مشخص کسان یاد کړي او د هغه عامه ذهنیت د بدلولو هڅه وکړي چې امریکایان په دې قتل کې په لاس درلودلو متهم بولي او ورته مأموریت امریکایانو ته نورو نیږدې شخصیتونو هم ترسره کړ چې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او ګل آغا شیرزی د مثال په توګه یادولای شو. سربېره پر دې د طالبانو پدې او نورو بریدونو کې د جنرال رحمت الله نبیل له لوري د پاکستان د پوځي استخباراتو یا (ISI)د ښکېلتیا په اړه پرلپسې تبلیغات هم د طالبانو د بدنامۍ او د پيچلو بریدونو په ترسره کولو کې د طالبانو د وړتیا د ننګولو په موخه دي چې کله يې هم د ثبوت لپاره کوم سند او کوم منطقي دلیل ندی وړاندې شوی او یوازې د ادعا تر کچې دي.

مخکینې مطلب

که نن په ما سبا په تا ده!

بل مطلب

طالبان: د ملابرادر د خلاصون په بدل کې هيڅ ډول معامله نه ده ترسره شوې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com