(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۵)
په داسې حال کې چې د پراخ تقلب له امله د ټاکنو پر کمیسیون نیوکې مخ پر زیاتیدو دي، اوس ورو په ورو د هغو ولایتونو چارواکي د ټاکنو د ورځې له جریان څخه پرده پورته کوي، چې دا پروسه په کې نیمګړې ترسره شوې.
د سرپل ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، چې په دغه ولایت کې یواځې ۴۰ سلنه خلکو رایې کارولې او پاتې ۶۰ سلنه چې د ولسوالیو اوسیدونکي و، له انتخاباتو محروم پاتې شوي دي.
د ولایتي شورا غړی محمد آصف صادقي وایي، په صیاد، کوهستانات، سوزمه قلعه او سنچارک ولسوالیو کې په زیاته کچه د رایې ورکولو مراکز تړلي پاتې و، چې په خبره یې اوس ولایتي ادارې ته د دغو انتخاباتو پایلې نامشروع او د نه منلو دي.
په عین حال کې د پکتیا ، ننګرهار او کابل په ګډون د یو شمیر ولایتونو د کاندیدانو تر منځ د تقلب او درغلیو په تړاو سختې ناندرۍ راپاریدلې او د ټاکنو کمیسیون په کمزوري مدیریت تورونوي.
طالبانو د ټاکنو په ورځ د لسګونه ولسوالیو لارې تړلې وې چې په ټاکنو کې یواځې د مرکزونو او ښاري سیمو له اوسیدونکو پرته چا ګډون ونه کړ.
فیفا یا د ټاکنو د څار کمیسیون دا ټاکنې د درغلیو او پراخ تقلب له امله نامشروع بللې او په تړاو یې اندیښنه ښوودلې


















