افغان ديپلوماتان د زده کړو لپاره روسيې ته لېږل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۵)
په کابل کې د روسيې سفارت ويلي، چې ټاکل شوې نن له افغانستان څخه يو شمير ديپلوماتان د زده کړو لپاره روسيې ته ولېږل شي.
د راپورونو له مخې، روسيې ته د افغان ديپلوماتانو د لېږلو په موخه په کابل کې د روسيې په سفارت کې یوه غونډه هم جوړه شوې وه چې پکې د روسيې د سفارت او د افغانستان د بهرنيو چارو زوارت چارواکو ګډون کړی و.
د روسيې سفير الکساندر منتيڅکي ويلي، دغه ديپلوماتان به په روسيه کې پنځلس ورځې زده کړې کوي او له هغې وروسته به بيرته هېواد ته ستنيږي.
له بله پلوه د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماتيک انسټيټيوټ مشر مجيب سپين غر وايي، د روسيې دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره ترسره کېږي.
د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم افغان ديپلوماتانو ته د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري زده کړې ورکول شوي او دا مهال پنځه پنځوس افغان ديپلوماتان د روسيې په ديپلوماتيک انستيتيوت کې پر ده کړو بوخت دي.
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي چې د افغانستان په بهرنيو چارو وزارت کې د سفيرانو په کچه انتخاب او دندې د خپلوۍ او ګونديز تړاو له لارې ويشل کېږي او ډيری يې داسې ديپلوماتان ټاکل کېږي چې لوړې زده کړې نه لري.



