(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۵)
د کندهار د کرنې رياست چارواکي وايي،د تېر کال په پرتله سږکال د انارو په حاصلاتو او توليد کې زیاتوالی راغلی دی.
که څه هم سږ کال د نورو ولايتونو تر څنګ کندهار هم وچکالۍ او د اوبو نه شتون ځپلی خو د کندهار ولايت د کرنې رئيس سيد حفيظ الله سعيدي وايي، سږ کال د نورو کلونو په پرتله د دغه ولايت انار د کيفيت او کميت له پلوه ښه و او توليد يې هم زیات دی په وينا يې تر دې دمه (شپږويشت زره) ټنه انار پاکستان، ايران، متحده عربي اماراتو او هندوستان ته صادر شوي دي.
د سعيدي په خبره، ټاکل شوې چې د روان کال د حاصلاتو اخيستل تر پایه به د دغه ولايت د انارو له باغونو (يوسل پنځوس زره) مټريک ټنه د انارو حاصلات راټول او بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.
سعيدي وايي، تير کال په کندهار کې د انارو حاصلات (يوسل پنځه ويشت زره) مټريک ټنه و خو سږ کال به بهرنيو هېوادونو ته په صادراتو کې پنځه ويشت سلنه زياتوالی راشي.

















