تخار: یوې مور خپل دوه ماشومان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۰)

له تخار ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د دغه ولایت د رستاق ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوې میرمنې خپل دوه کوچني ځامن د چړې په واسطه وژلي.
د دغه ولایت د امنیې قومانداني وایي، ماشومان دواړه وژل شوي او مور یې د پولیسو له خوا نیول شوې ده.
یادې میرمنې په خپل اعتراف کې ویلي، دغه کار یې له خپل خاوند سره د اختلاف له امله کړی دی.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې یوه مور په داسې وحشتناک عمل لاس پورې کوي، تر دې وړاندې هم ورته ګڼې پیښې رامنځته شوې چې حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی.
د بشر حقوقو د ادارې د کلنی راپور په اساس د هیواد د شمال په یو شمیر هغو سیمو کې چې د دولت مخالف وسلوال فعال دي، د داسې پیښو لړۍ کمه شوې خو د دولت تر کنترول لاندې سیمو کې لا هم کورنی تاوتریخوالی د پخوا په څیر جریان لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button