جمهور رئیس غني پکتیکا ته سفر وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۲)
په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست ټاکنو ته شیبې په رانږدې کیدو دي او د ملي یووالي د حکومت مشر یې مهم نوماند دی، جمهور رئیس غني د خلکو د راجلبولو او د راتلونکي بریا په موخه داځل د پکتیکا ولایت ته سفر کړی او د هغه ولایت له خلکو سره یې یو شمیر ژمنې کړې دي.
د ارګ د خبر پاڼې د راپور له مخې، جمهوررئیس غني د پکتیکا د ولایت مقام نږې ودانۍ هم پرانیسته او دغه راز یې پکتیکاوالو ته ویلي، چې د ۶ زره ښوونځیو ودانولو لړۍ پیل شوې ده چې په پایله کې به یې د پکتیکا د ښوونځیو ستونزه حل شي او د پکتیکا د لوړو زده کړو په موسسه کې به یو پوهنځی زیات شي.
نوموړي همداراز ژمنه کړې چې د دې ولایت د خلکو لپاره به د ښو خدماتو د عرضې په خاطر د پکتیکا ولایت له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته ارتقاء وکړي.
خو د پکتیکا ځایي چارواکو له نوموړي غوښتي چې د ګواشتې لار دې ورته خلاصه او ددغې لارې د امنیت د تامین غم دې وخوري.
دغه راز ځایي چارواکو ، د ښرنې د ملکي روغتون د ظرفیت لوړولو، د ولسوالیو د سړکونو د رغولو او د غیر رسمي ولسواليو د رسمي کولو په برخه کې یې خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړي دي.
د نلي شورا یو شمیر استازي دا سفرونه غندي او زیاتوي چې ولسمشر له دولتي امکاناتو په استفادې سره خپل انتخاباتي کمپاین مخته وړي.



