کابل ټکی کام ۰۹جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د سوریې د بشر حقوقو د څار اداره چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی په یوه خپور کړي راپور کې ویلي دي چې، «په سوریه کې داعش ډلې په ۱۸میاشتو کې تر خپل واک لاندې سیمو کې ۳۷۰۷تنه بې ګنا خلک اعدام کړي دي.»
د یادې ادارې د راپور پر اساس چې د داعش ډلې په ریف دیرالزور نومې سیمه کې د عربې طایفې الشعیطات ۹۳۰سني مذهبه اعدام کړي دي.
په راپور کې راغلي دي چې یاد کسان د داعش ډلې په خلاف ولاړ وو، او نه یې غوښتل چې داعش ډله دې د دوی ښار ته ننوځي.
په راپور کې همدا راز ویل شوي دي چې داعش ډلې ۴۲۰تنه غړي هم په دې تور اعدام کړي دي چې له دوی څخه به تښتېدل، سرکشي به یې کوله، او د دوی په کړنو به یې نیوکې کولې، او د دوی له ډلې څخه به جدا کېدل.
راپور زیاتوي چې د ۱۰۲۴تنه یې د سوریې د پوځ افسران او سرتیري اعدام کړي دي.
همدا راز په سوریه کې ۲۵۳تنه د دغه هېواد د مخالفو ډلو (جبهة النصرة او کردان) غړي هم اعدام کړي دي.
پټه دې نه وي چې داعش ډلې د اعدام میتودونه هم په ډېره ظالمانه او وحشیانه توګه دي، یا یې سوځوي، یا یې پر بمونو الوځوي او یا یې هم له لوړو ودانیو را غورځوي.
د یادونې وړ ده چې داعش ډلې په ننګرهار کې هم یو شمېر قومي مشران او عام وګړي وژلي دي.


















