کابل ټکی کام ۰۹جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دوی به په راتلونکې میاشت جنوري کې افغان امنیتي ځواکونو ته ۱۰۰۰۰کلاشنکوفونه او مرمۍ ورکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلي دي چې د روسیې له لورې افغانستان سره د وسلو مرسته کول د افغانستان د امنیتي وضیعت سره مرسته کول دي.
ده وویل چې «افغان امنیتي ځواکونو ته د ۱۰۰۰۰ کلاشنکوفونو او مهماتو ورکولو پرېکړه شوې ده، مونږ دا مهال له افغانستان سره په دې اړه خبرې کوو، تر څو مونږ پر افغان امنیتي ځواکونو د الوتکو ځیني پرزې وپلورو.»
ده وویل، دا مهال روسیه له افغانستان سره مرستې کوي، تر څو دغه هېواد با ثباته پاتې شي، له «ترهګرۍ» او مخدراتو څخه پاک شي، او مونږ له افغان دولت سره له دې کبله مرسته کوو، تر څو دوی خپلې ملي موخې ترلاسه کړي.


















