هلمند: يوه پوليس د خپلې پوستې قومندان او څلور عسکر وژلي دي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۴)
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې يوه پوليس د خپلې پوستې څلور عسکر وژلي او خپله د طالبانو لیکو ته ورغلی دی.
سيمه ييزې باوري سرچينې وايي، پېښه د ريګي څلور لارې کې رامنځته شوې او د پوستې قومندان هم وژل شوی دی.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه ليکي، بريدګر په پوليسو کې د دوی نفوذي کس و چې د قومندان نفس په شمول يې د پوستې څلور پوليس وژلي دي.
د احمدي په وينا، بريدګر پوليس طالبانو سره يوځای شوی او له ځان سره يې دوه کارمولي ټوپکونه، يوه کلاشنکوف هم وروړي دي.
د نادعلي ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پېښه تاييد کړې خو د نورو جزياتو له ورکولو يې ډډه کړې.
تر اوسه په رسمي ډول د هلمند امنيتي مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي خو د دفاع وزارت تيره ورځ په ياده ولسوالۍ کې د شپږو وسله والو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ قومندانۍ وويل چې په يوه داخلي بريد کې يې یو امريکايي عسکر وژل شوی، يو بل ټپي دی.
طالبانو څه په موده مخکې په يوې اعلاميې کې ويلي و چې د افغان پوځ په ليکو کې يې نفوذي کسان ځای پرځای کړي او له موقع په استفادې به پر بهرنيو او دولتي لوړپوړو چارواکو او عسکرو بريدونه وکړي.



