یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دغني دبخت ستوری گردش کې دی / نعمان لطیف

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 9, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
7
ځلې شریک شوی
90
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

امریکایان په افغانستان کې له هرې خوا او په هره برخه کې داسې وځپل شوه چې که له دې خاورې خپل وجود روغ وکاږلی شي هیڅ کله به دکوم هېواد لاندې کولو جرأت ونکړي.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

دا خبره مسکو کې دسولې په تړاو داېرېدونکې غونډې ته دکابل تر لېږلي پلاوي را یاده شوه.

دمسکو غونډې ته چې توقع ده د افغانستان څخه په سوله ئیزه توگه د یرغل دخاتمې لپاره به پکې دطالبانو او کابل پر شمول، دگاؤنډیو هېوادونو ترمنځ سلا مشورې وشي؛ طالبانو لا له وړاندې پنځه نفري پلاوی چې مشري ئې دقطر دفتر مسؤل ملا محمد عباس ستانکزي پر غاړه ده، لېږلی دی خو کابل بیا د مسکو غونډې ته د کم تجربه ماشومانو او اضافه بست مشرانو ټیم استولی دی. دکابل استول شوی ټیم په خواله رسنیو کې د نن، او پرون خندنۍ موضوع گرځېدلې ده

دمسکو غونډې په کابل او امریکا دډار پېریان کښېنولي دي؛ کله وایي ورځو او کله وایي نه ورځو. که امریکایان ووایي چې موږ د مسکو غونډه کې شرکت کوو، کابل هم یو څو اضافه بست مامورینو ته بکسونه وتړي، او که امریکا ووایي چې موږ پکې نه یو، کابل هم سترگې برگې او غونډه تحریم کړي

دملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر دهمدې غونډې پر سر د پیدا شویو اختلافاتو له امله استعفاء وړاندې کړه. حنیف اتمر دغني دنظام له مهمو مُهرو څخه گڼل کېده او وړمه ورځ ئې دسولې شورا ددارالانشاء رئیس اکرم خپلواک هم استعفا ته اړ ایست

اکرم خپلواک د سولې شورا کې ددارالانشاء په ریاست سربېره، په سیاسي چارو کې د غني سلاکار هم ؤ، اما کله چې دسولې خبرو کې په امریکایانو برسېره گاونډیان هم کابل له پامه غورځوي، اکرم خپلواک له دواړو دندو استعفاء وړاندې کوي

که څه هم اکرم خپلواک د سولې په نوم زیاتې گټې وکړې. هر ولایت کې ئې وخت پر وخت د وسله والو دتسلېمیدو نمایشونه ترسره کړل او د تسلیمۍ په کاذبو تمثیلونو ئې بېدرېغه د ملت مال وواهه خو کله چې وپوهېد نور ئې نمایشي کړنې رسوا کیږي، استعفاء ئې وړاندې کړه او ډاکټر غني ئې په داسې نازک پړاو کې یواځې پرېښود چې تر بل هر وخت ئې زیات ضرورت ورته لره

ښکاري دکابل غني واکمن له هرې خوا فقر زده شوی دی. هغه افراد چې پر ده ئې ننگونه کول یو ـ یو ئې له څنگ څخه جلا کیږي، او حتی مخالفت ته ئې ملاوې تړي

دمسکو غونډه چې نن پیلیږي د نړۍ د دریو لویو طاقتونو او پاکستان او ایران لوبېدلي دېپلوماتان به گډون پکې وکړي، د کابل لخوا دداسې پلاوي استول چې نه تجربه لري، نه دنړۍ دپېچلو سیاستونو په اړه معلومات لري، او نه هم په ملت او نظام کې نفوذ او سیاسي ملاتړ لري؛ جؤتوي چې ډاکټر غني له هرې نگاه په فقر اخته شوی دی او آن امریکایان هم نور نه غواړي د غني له ناکامې حکومتولۍ دفاع وکړي

د مسکو غونډه چې له یوې خوا طالبانو ته دسیاسي نفوذ زیاتولو مواقع زیاتوي، له بلې خوا دغني دسیاسی فقر اشارې له ځانه سره لري

وروستي راپورونه وایی د امریکایانو خاص استازی زلمي خلیل زاد هم دسیمې هېوادونو ته سفرونه تېز کړي دي، داسې گنگوسي هم شته دی چې که په هر قیمت وي امریکایان له طالبانو سره سولې ته ځان رسول غواړي

همدا لامل دی چې ډاکټر غني د رجالو د فقر سره مخ دی او دڅنگ یاران یو ـ یو له ده لارې جلا کوي او پر خپله مخه ځي. دوی ویني چې دغني ستوری په گردش کې دی، نور نه غواړي دهغه نظام برخه شي چې نه واک لري، نه ثبات او نه د ائنده تضمین.

مخکینې مطلب

پر شراب خونه د تیرې ورځې برید په افغانستان کې جنګیدونکي امریکایي عسکر کړی

بل مطلب

غني ولې د مسکو له غونډې پښه نیولی دی؟

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com