دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

غني ولې د مسکو له غونډې پښه نیولی دی؟

ودان نشرونکی: ودان
نوومبر 9, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
67
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

اشرف غني چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو پوځونو په مټ د طالبانو په مقابل کې جګړې ته دوام ورکوي او د هغه په اعتراف یوه اونۍ هم له امریکایي مرستو پرته د حکومتولۍ توان نه لري، په غاړه کې يې امریکا د جګړې او افغانستان ویجاوړنې لپاره پړی اچولی، نه د جګړې کولو زور او نه د سولې د خبرو واک لري. په کوم هېواد کې چې د امریکا خوښه وي، هلته د سولې په نوم حکومتي رسمي پلاوي لیږي، خو په کوم ځای کې چې د امریکا ګټې خوندي نه وي، نه امریکا خپل پلاوی هغې غونډې ته لیږي او نه اشرف غني ته د حکومت د رسمي پلاوي لیږلو اجازه ورکوي.

په اندونیزیا او سعودي عربستان کې چې د امریکا د ګټو خوندي ساتلو غونډې وشوې، افغان او امریکایي پلاوو پکې ګډون درلود او هم يې دواړه غونډې د افغانستان د سولې په اړه ګټورې وبللې، خو اوس چې په مسکو کې د سیمې د ۱۲ هيوادونو غونډه کيږي، اشرف غني ترې پښه نیولی دی او تش د سولې د شورا په نوم بې واکه ډالري معاش اخستوکی پلاوی يې ور ولیږي، هغه هم په غیر رسمي شکل او نور يې د امریکا په امر له ګډونه انکار وکړ.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

مخکې چې مسکو د افغانستان په اړه دوه غونډې وکړې، افغان حکومت پوزه کږه کړې وه، چې ورته يې د ګډون بلنه نه ده ورکړې. مسکو دا ځل غونډې ته د امریکا او افغان دولت په ګډون د سیمې ۱۲ هيوادونو ته بلنه ورکړې چې خپل استازي ورولیږي، مګر غني بيا هم له ګډون څخه انکار کوي.

په افغانستان کې روانه جګړه په یوه یا دوو غونډو، چې امریکا يې مخالفت کوي، نه حل کیږي. د افغانستان د مسئلې د حل لپاره یوه بین المللي غونډه پکار ده او د هغو هيوادونو استازیتوب پکې اړین دی چې د افغانستان په جګړه کې مستقیم او غیر مسقیم لاس لري، د افغانستان جګړې ته يې پوځ رالیږلی، د افغانستان په ۶۰ سلنه ورانۍ کې يې ونډه اخستې او د افغانستان په خاوره د سولې پر ځای جګړې ته دوام ورکوي.

دا لومړی ځل دی چې د افغان کشالې په اړه په مسکو کې جوړیدونکې غونډه کې د طالبان اعلان شوی پلاوی ګډون کوي، دا لومړی ځل دی چې د مسکو غونډې ته کابل، امریکا او طالبان بلل شوي دي. که د کابل دولت رسمي پلاوي د مسکو په غونډه کې ګډون هم کړی وای، طالب پلاوي ورسره د سولې په اړه خبرې نه کولې؛ ځکه چې د کابل دولت پلاوی د افغانستان د مسئلې د حل په اړه نه د جګړې او نه د سولې واک لري.

د مسکو غونډه ښايي نن د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په وینا پيل شي. امریکا د دې غونډې په اړه دومره ویلي چې پلاوی به يې د څارونکي په حیث په غونډه کې ګډون وکړي، حال دا چې امریکا د افغانستان د جګړې او سولې اصلي اړخ دی، په افغانستان کې جګړه امریکا پيل کړې ده او د سولې واک هم له امریکا سره دی.

دې غونډه کې ایران، پاکستان، چین ،هند او د منځنۍ اسیا هیوادونو استازي هم ګډون کوي، چې په دې بناء د نورو ترسره شویو غونډو په نسبت د مسکو غونډه د افغان مسئلې د حل په اړه مهمه غونډه ده؛ ځکه چې د طالبانو پلاوی به په دې غونډه کې خپل دریځ څرګند کړي. که څه هم طالب مشرانو ویلي چې د مسکو په غونډه کې د کابل غیر رسمي لیږل شوو او بې واکه استازو سره خبرې نه کوي، خو دومره به وشي چې په افغانستان کې به د جګړې اصلي لوری او په کابل کې د غلام حکومت غلامي به نوره هم نړیوالو ته څرګنده شي.

لوی ټکي: اسياامريکاسولهغونډهمسکو
مخکینې مطلب

دغني دبخت ستوری گردش کې دی / نعمان لطیف

بل مطلب

امریکایانو، نور څنګه یاست؟؟

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com