دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

امریکایانو، نور څنګه یاست؟؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 9, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
56
ځلې شریک شوی
190
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالد افغان زوی

د ډیويډ لانګ په نوم یو امریکایي سمندري سرتیری د پنجشنبې  په شپه د امریکا په کالیفرنیا ایالت کې د محصلینو یوې شرابخانې ته ننوت، هلته په راټولو کسانو یې خپل اتومات ټوپک ضربه کړ او څودقیقې یې ښه په اخلاص په کې وچلاوه.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

رسنۍ وایي په دې شرابخانه کې ۲۰۰ کسان راټول شوي وو، چې د برید په وخت په نڅا او شرابنوشۍ بوخت ول. کله چې ډزې شروع شوې، نڅاګرو په چیغو پيل وکړ. ځینې د کړکیو له لارې وتښتیدل خو ۱۲ کسان ځای په  ځای مړه او تر لس زیات ټپيان شول.

وروسته چې دپیښې محل ته پولیس ورسیدل نو بریدګر له هغو سره هم ډزې تبادله کړې، د ( ران هلوس) په نوم د پولیسو یو لوړرتبه افسر چې ۲۹ کاله یې د امریکا په پولیسو کې خدمت کړی و، د برید ګر په ډزو ولګید او ووژل شو، وروسته برید ګر ( ډيویډ لانګ) هم د پولیسو لخوا قتل شو.

د پيښې له پای ته رسیدو وروسته دې بحثونو زور اخیستی چې بریدګر څوک و او ولې یې دا خلک ووژل؟ د امریکا  د سمندري ځواکونو قومندانۍ ویلي چې برید ګر ډیویډ لانګ د دوی پخوانی عسکر دی، چې له ۲۰۰۸ میلادي بیا تر ۲۰۱۳ یې د سمندري ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی او په دې مرحله کې افغانستان ته هم تللی دی.

د کالفرنیا پولیس وایي چې بریدګر(ډیويډ لانګ) د هغو امریکایي عسکرو له جملې دی چې د افغانستان په جګړه کې یې دماغ خراب شوي دي او روحي روغتیا یې له لاسه ورکړې، دوی ویلي له دې وړاندې هم له د ډیویډ لانګ سره مخ شوي وو، پولیسو له هغه سره خبرې کړې وې، هغه بې منطقه غږیده، داسې معلومیده لکه د افغانستان جګړې یې چې دماغ ورخراب کړي وو، روان پوهانو ویلي وو چې نوموړی د رواني اختلال او ژور خپګان په ناروغۍ مبتلا دی.

په افغانستان کې د جنګیدلي امریکايي عسکر ډیويډ لانګ رواني ناروغي او بیا د همدې ناروغۍ له امله په خلکو برید ځکه د امریکایي مطبوعاتو لپاره مهمه مسئله ده چې په افغانستان کې د امریکایي جګړې له پیل سره دغه ډول پیښې خورا زیاتې شوي دي.

که څه هم امریکایي چارواکي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ځاني  تلفات کم ښيي خو په دې جګړه کې دامریکایي عسکرو رواني تلفات، د اعصابو له لاسه ورکول، لیونتوب او نورې رواني ستونزې هغه څه دي چې په جګړه کې شریکو تر نیمایي ډیرو امریکایي عسکرو ته پیښې شوي دي.

دغه امریکایي عسکر چې بیا خپل وطن امریکا ته لاړ شي، نو وروستنی کار یې یاد ځان وژل او یا هم د بل وژل وي، له همدې امله خو د افغانستان  د جګړې له پیل وروسته په امریکا کې د ټوپک په واسطه د وژنو پیښې په مراتبو زیاتې شوي دي.

یوه تازه څیړنه ښيي چې په افغانستان له امریکایي یرغل وروسته تر اوسه په تیرو اوولسو کلونو کې په امریکا کې شاوخوا پنځه لکه امریکایان د ټوپک په توسط وژل شوي دي.

دا چې په افغانستان کې جګړه سخته او اوږده شوې ده نو ورسره په امریکا کې د متقاعدو لیونیو عسکرو لخوا د قتل او خودکشۍ پیښې نورې هم زیاتې شوي دي، بي بي سي د یوه امریکایي ویب سایټ (ګان وایولنس آرکایو) په استناد لیکلي دي  چې یوازې د سږ کال ( ۲۰۱۸) په لومړنیو لسو میاشتو کې ۳۴ زره امریکایان په ټوپک وژل شوي دي، چې له دې جملې ۲۲ زره کسانو خپله ځانونه ویشتلي او ۱۲ زره نور د کالیفرنیاد پيښې په شان د ډزو په بریدونو کې له منځه تللي.

لوړ ارقام هغه څه دي چې امریکایي چارواکو خپله منلي او امریکایي رسنیو اعلان کړي دي. له دې څخه ښکاري چې د افغانستان جګړه امریکایانو ته تر هغه په خورا درانه قیمت تمامه شوې ده چې دوی یې اټکل کاوه او یا یې هم رسما مني. ځکه په جګړه کې لیوني شوي عسکر چې روزانه جرمونه او جنایات ترسره کوي او یا هم په ډلییز ډول خلک وژني، دا تلفات هم ځکه د جګړې تلفات بللی شو چې اصلي علت یې دغه بې منطقه، بې ګټې او سربدالوونکې جګړه ده.

په دې اساس باید امریکایي چارواکي نور د دې جګړې په اړه دعقل او منطق پریکړو ته تسلیم شي، دغه بې منطقه او ناروا جګړه باید د عقل په مقیاس وارزوي. تر څو هم د افغان اولس د اضافه وینو توییدلو مخه ډب شي او هم په امریکا کې دننه د هغو جرمونو او کشتارونو کچه را ټیټه شي چې په یو نه یو ډول له دې جګړې سره تړاو لري.

مخکینې مطلب

غني ولې د مسکو له غونډې پښه نیولی دی؟

بل مطلب

کتاب: له ژونده خوند واخله - اووم عنوان

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com