
دوه نور طالبان هم د پاکستان له زندانه را خوشې شول
(کابل ټکی کام۱۳۹۷ لړم ۲۱)
دوه تنه طالب چارواکي چې له کلونو راهیسې د پاکستان په زندانونو کې بندیان و، را خوشې شوي دي.
سرچینې وایي چې ملا عبدالصمد ثاني اوقوماندان صلاح الدین نن له بنده آزاد شوي.
صمد ثاني د کندهار ولایت اوسیدونکی او د طالبانو په جنګي جبهاتو کې قوماندان او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې په مختلفو دولتي پوسټونو دندې ترسره کړې.
دغه راز قوماندان صلاح الدین د خوست په ولایت کې د طالبانو جګړییز قوماندان و، چې له تیرو څو کلنو را په دې خوا په پاکستان کې بندي و او اوس آزاد شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو پخوانی مشر ملابرادر آخند هم د پاکستان له زندان څخه خوشی شوی وو.
طالبانو په دې تړاو تر دې مهال رسماً څه نه دي ویلي



