ارزګان: د طالبانو په برید کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۲)
راپورونه وایي چې د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې بهرنیو او افغان ځواکونو د طالبانو پر جنګي کرښو بریدونه کړي،چې له متقابل غبرګون سره مخ شوي دي.
طالبان وایي، د ګډو ځواکونو تعرض یې پر شا تمبولی او د یوه بهرني سرتیري په ګډون یې ۶ تنه افغان ځواکونه وژلي دي.
د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دوه پوستې نیولې، چې د نهرین ولسوالۍ لویه لار او ۱۵ کلي یې تر خپل پوښښ لاندې راوستلي دي.
دولتي چارواکو رسماً په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې



