غزني: له مالستان ولسوالۍ څخه ټول چارواکي تښتیدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۲)

راپورونه وایی چې درۍ ورځې وړاندې، کله چې طالبانو د مالستان پر ولسوالۍ جګړه تونده کړه، د  ولسوالۍ د ولسوال ، امنیې قوماندان، د ملي امنيت مدير، سرتېرو او ملکي مامورينو په ګډون ټولو مؤظفو کسانو خپلې ادارې پرېيښې او له ولسوالۍ  څخه یې پښې سپکې کړې دي.
د پژواک اژانس د راپور له مخې، اوسمهال په ولسوالۍ کې د ارزوګان ولایت د ملي امنیت رئیس او له نورو ولایتونو څخه ورغلي مرستندویه ځواکونه میشت دي.
دغه ځواکونه وایي، چې له دولت یې غوښتي څو نوي کسان د مسؤلینو په توګه ور معرفي کړي ځکه دوی په یاده ولسوالۍ کې پوره بلدتیا نه لري ، خو لا یې چا ژغ نه دی اوریدلی.
طالبانو وړمه ورځ خبر ورکړ چې دغه ولسوالۍ یې نیولې او لسګونو امنیتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، تر اوسه د دولت هیڅ مرستندوی ځواک سیمې ته نه دی رسیدلی او په ولسوالۍ کې شته مامورین هم د محاصرې شپې سبا کوي.
چارواکي وایي، د تښتیدلو مسؤلینو درک نه دی مالوم او تلیفونونه یې هم بند دي.
په یوه ناتائید شوي خبر کې ویل شوي، چې طالبانو له یادې ولسوالۍ څخه د هغو سلګونو تښتیدونکو کسانو مخه نیولې،چې امنیتي کسان هم پکې و .
خبر زیاتوي، طالبان هڅه کوي له دوی څخه امنیتي کسان بیل او نور خوشي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button