بغلان: ترافیکې پیښې د اوو کسانو ژوند واخیست
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۳)
راپورونه وایی چې د بغلان _سمنګان پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خبر زیاتوي پیښه د بغلان د دوشي ولسوالۍ د کیلګي په سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله بس موټر او دوو کرولا ډوله موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې.
د بغلان د عامې روغتیا رئیس عبدالعظیم غفاري وایي، په دې پیښه کې د یوې ښځې ، دریو ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوی او نهه(۹) نور ټپیان دي.
وژل شوي کسان د دوو کرولا موټرو سپرلۍ وې.



