سرچينه: غني د سولې خبرو کې ګوښه ساتلو له کبله متقابل غبرګون ته هڅېدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۸)
د راپورونو له مخې، د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ د مذاکراتو له خبرو ګوښه ساتل شوی چې نوموړی غواړي په متقابل غبرګون کې يې دغه بهير ګډوډ کړي.
کابل نيوز ته باوري سرچينو ويلي، اشرف غني غواړي چې د (سولې د بورډ) او ورته ډول نورو اقداماتو غواړي ځان د سولې په روانه پروسه کې دخيل کړي او يا هم دغه پروسه له ګډوډيو سره مخ کړي.
څو ورځې مخکې، د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و چې اشرف غني د ځينو ګوندونو له استازو او سياستوالو سره د سولې مشورتي بورډ د رامنځته کولو په هدف کتلي چې روانه اوونۍ به يې شتون اعلان شي.
د سرچينې په وينا، طالبانو د قطر په ناسته کې د افغان سياسي څېرو له يوه مستقل هيات سره د مذاکراتو وړانديز کړی چې ولسمشر غني غواړي د (سولې مشورتي بورډ) په نوم د دغسې يه هایت د رامنځته کېدو مخه ونیسي چې طالبان به ورسره ونه يني.
يادې سرچينې ويلي، چې اشرف غني د امريکا له ځانګړي استازي غوښتي چې له افغان سياستوالو او ګوندونو مشرانو سره له ملاقاتونو ډډه وکړي دغه راز زياتوي چې د سولې پروسې سره هممهاله د طالبانو پر وړاندې د حکومت نوې جګړييزه تګلاره اختيارول هغه څه دي چې د سولې بهير ته په زيان تمامېدلی شي.
که څه هم تيره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غني وويل چې د سولې مشورتي بورډ د سولې عالي شورا سره موازي نه دی خو ځينو سرچينو ويلي، د سولې عالي شورا چې د سولې په بهیر کې ګوښه ساتل شوې، د ولسمشر غني له نویو اقداماتو سره مخالفه ده او یو شمېر سرچینې وايي، چې په سوله کې د دوی د نه بریالي کېدو یو ستر عامل، د ولسمشر او حکومت د همکارۍ نشتوالی دی.



