لغمان: دولت شاه کې په ښځو د ډرون الوتکې بريد شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۹)
د لغمان ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د ښځو پر يوه قطار د ډرون الوتکې بريد شوی دی.
ځايي خبري سرچينې وايي، پېښه پرون ماښام د يادې ولسوالۍ مربوط په “بومي” نومې سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې يوه ډله ښځو غوښتل له يوه کلي بل کلي ته ولاړې شي.
د کلي اوسېدونکي وايي، د ډرون په دغه بريد کې درې ميرمنې وژل شوي دي.
تر اوسه په دې اړه د لغمان ولايتي چارواکو او په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.
خو تر دې مخکې هم د بهرنيو ځواکونو له لوري په ډرون بريدنو کې په ليرې پرتو سيمو کې شپانه او بزګران په نښه شوي دي.



