پاکستان په اسلام اباد کې د امریکا سفير احضار کړی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۹)
پر پاکستان د ټرمپ له توندو نيوکو وروسته د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د امریکا سفير احضار کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې نن د سې شنبې په ورځ يې د امريکا سفارت شارژادافير پال جونز وزارت ته ورغوښتی او د پاکستان په اړه د ولسشمر ټرمپ د وروستيو څرګندونو په اړه يې ورته احتجاج کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې تهمینه جنجوعه پال جونز ته د ټرمپ په وروستيو څرګندونو خواشينې ښکاره کړې او دا ډول بيانونه يې ناسم بللي دي.
د امريکا ولسمشر ټرمپ پرون پوه مرکه کې او له هغې وروسته په خپله رسمي پاڼه په ټويټ کې د پاکستان پر خلاف توندې څرګندونې وکړې او زياته يې کړه امریکا پاکستان ته ميلونونه ډالره ورکړي خو هغوی د امريکا لپاره هيڅ نه دي کړي په ځانګړي ډول (د اسامه د نيولو يا وژلو او په افغانستان کې).
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکو د ټرمپ دغه تورونه رد کړي او مرستياله يې وايي چې: (د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په اړه معلومات د پاکستاني استخباراتي ادارې ترلاسه کړي و زياته کړې ده نه يواځې دا بلکې د دغه شبکې ګڼ شمير لوړپوړي مشران د پاکستان په همکارۍ نيول شوي او يا له منځه وړل شوي دي.)
د ټرمپ وروستيو څرګندونو ته د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم غبرګون ښودلی و او ويلي و چې د امریکا په جګړه کې پاکستان هم زيانمن شوی او امريکا دې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ مسئوليت پر پاکستان نه اچوي.



