(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۳۰)
وروسته تر دې چې طالبانو هغه اوازې رد کړې چې ګواکې په قطر کې یې مرکچي پلاوي له زلمي خلیلزاد سره د موقت حکومت پر جوړیدو هوکړه کړې، تازه د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکو ویلي چې د موقتې ادارې وړانديز که د هر چا له خوا مطرح شي، د افغانستان د ملي ځواکونو د له منځه وړولو هڅه او ملي خيانت بلل کېږي.
د اشرف غني ستر سلاکار ډاکتر فضل محمد فضلي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې که دا ډول هوکړه وشي دا به د بینن سیوان د طرحې په څیر بې ګټې او د ځواکونو د ویشل کیدو باعث به وګرځي.
نوموړي په تلویحي توګه دا اشاره هم ورکړې چې ګواکې د خلیلزاد پریکړه تر هرڅه ورته اولویت لري او زیاته کړې یې ده چې؛
“که دا اوازې رښتیا هم وي، موږ د يو مستقل دولت او نظام په توګه د هغه څه ملاتړ کوو چې دلته د نظام د قانوني دوام او لا ټینګښت باعث کېږي“
طالبانو تل ټینګار کړی چې دوی په داخلي چارو کې له امریکا خبرې نه کوي او یواځې د اشغال مسئله ده چې باید بهرنیان یې د خبرو له لارې حل لاره راوباسي.


















