(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۳۰)
له لغمان ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې پر پیاده روانو میرمنو د بې پیلوټه الوتکې له خوا بمونه غورځول شوی دي.
خبر زیاتوي؛ پیښه د دغې ولسوالۍ په “بومبۍ“ سیمه کې رامنځته شوې او د عیني شاهدانو په وینا چې له یادو میرمنو سره هیڅ نارینه نه وو او نه دلته ترې له مخه د جګړې کومه پېښه شوې
په پیښه کې درۍ واړه میرمنې شهیدانې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په همهاله توګه د لوګر په محمدآغه کې د ګډوځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ ولسي کسان وژل شوي او په ننګرهار او غزني کې هم ګڼو ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.


















