کابل ټکی کام رښتین مایار
د پاریس له حملو نه تقریباً شپږ هفتې وروسته د ترکیې پولیسو د داعش ډلې دوه کسان هغه مهال نیولي دي چې غوښتل یې د نوي میلادي کال په شپه د ترکيې په یوه مارکیټ کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
د ترکیې امنیتي مقاماتو خبر ورکړی دی چې یاد دوه کسان د سوریې له سرحد نه ترکیې ته داخل شوي وو او له ډیره وخته د ترکیې د پولیسو له لورې تر څار لاندې وو، چې داعش ورته دستور ورکړی وو چې د نوي کال په شپه د ترکیې په یوه مارکيټ کې د بمونو حملې ترسره کړي.
یوې بلې خبرې سرچینې هم د یاد خبر په تائید کې ویلي دي چې دغه دوه کسان د چهارشنبې په ورځ د ډیسمبر په ۳۰ د مامک په ښار کې نیول شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی چې د یادو کسانو سره یو زیات شمیر منفجره مواد هم نیول شوي دي، د ترکیې پولیسو د پاریس د چاودنو نه وروسته د پيښې د عاملینو د نیولو هڅې پيل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله د بلجیم په بروکسل کې هم د نوي کال لمانځل لغوه اعلان شول.


















