امريکا د داعشيانود ځپلو؛ خو نړيوالې رسنۍ يې د روزلو راپورونه ورکوي

دامرېکې د فاع وزارت او پنټاګون په وار وار راپورونه ورکړي ، چې په عراق کې د نوې داعش ډلې چې د عراق لوديځي برخې ځينې سېمې يې دعراقي پوځيانو څخه نيولي ، د مرکزونو د جوړ او بيا وروسته د هوايي ځواکونو لخوا بمبار شوي. دارنګه امريکايي چارواکو په عراق کې د داعشي زندانونو خبر هم ورکړی ، چې د دولت پلوي ځواکونو څخه يې زيات شمېر کسان زنداني کړي دي.
دارنګه امريکا په سوريه کې د داعش د مرکزونو بمبار يا دوي ؛ خو په عراق کې خپله ادعا کوي ، چې د داعش مشران مو وژلي او وسلوال مو ځپلي. اما په سوريه کې دروسي الوتکو د بمباريو په نتيجه کې د داعش پرمرکزونو د روسيې په کړنو اعتراض کوي ، وايي چې روسي الوتکي د داعش د مرکزونو د بمبار ترڅنګ په ولسي ودانيو هم بمباري کوي او دا بمباري د سوريې د خاورې د ځپلو پرخلاف عمل بولي.
امريکا په افغانستان خاصکر په ننګرهار کې د داعش پرمرکزونو راپورونه ورکړل چې د دوی ځيني مشران يې د هوايي بريدو په پايله کې وژلي؛ خو د هغو لومړيو راپورونو ورسته چې دا دی لس مياشتې پوره کېږي. داعش ډله په ننګرهار کې خپل جنګي فعاليتونه زياتوي ؛ خو امريکا يې پرخالف خاموشي اختيار کړې ده . د ايران دولتي چارواکو او ټولنيزو رسنيو په وار وار پرامريکا نيوکې کړي دي، چې امريکا ، برتانيه او اسرائيل د داعش جنګي روزنه کوي. په عراق ، سوريه او افغانستان کې د ټولو جنګي تجهيزاتو اکمال يې پرغاړه لري. د ايران وروسته روسيې په ملګرو ملتونو کې په سوريه کې د بمباريو د نيوکو په ځواب کې وويل : داعش ډله له وهابي تندلارو څخه تشکيل شوې ده. امريکا غواړي د دې ډلې په وسېله په اسيا کې خپل نفوذ ته زياتوالی ورکړي او هم په عربي هېوادونو خپل تسلط ټينګ کړي، چې ايران او روسيه دواړه په شريکه سره په سوريه کې د داعش په خلاف په ډاګيزه مخالفت کوي.
د بلې خوا ايراني رسنيو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د شيعه او سني دواړو په خلاف د وهابيت پرمختګ چې اشاره يې د داعش ډلې ته ده ، انديښنه لري او دا يې که داعش ډلې د افغانستان په ختيځ کې خپل مرکزونه تقويه کړل د افغانستان نورو ولاياتو ته ترې اکمال په اسانه سره کولای شي. امريکا چې خپله د داعش د ځپلو راپورونه وخت ناوخت ورکوي؛ خو ايران روسيه او نورې نړيوالې رسنۍ راپورونه ورکوي ، چې امريکا داعش ته جنګي روزنه ورکوي او ټول جنګي اکمال يې کوي آن تردې چې د ننګرهار په تور غر کې يې له دوه هيليکوپترو داعشيان کوز کړي دي. خپله د پارلمان غړي چې په سرکې يې د ننګرهار د پخواني والي ځوی ظاهر قدير په دولت نيوکې کړي ، چې په ختيځ کې د داعش پرخلاف عمليات نه کوي او د پرمختګ زمينه يې ورته برابره کړې ده. داعش د ننګرهار په څلور ولسواليو کې شتون لري. امريکايي الوتکو د طالبانو او داعش ترمنځ په جګړه کې په هسکې مينې او چپرهار کې په طالبانو بمبارې کړې داعش ته يې د خلاصون لار ورکړېده . دا وخت د هېواد په ختيځ ننګرهار کې داعش ۶زندانونه لري چې ديوه ننګرهاري دولتي چاروکي په وينا ۳۰۰ ولسي وګړي پکې زندانيان دي.



