کورنيو چارو وزارت: له دې وروسته به لاریونونه د پوليسو سره په همغږۍ ترسره کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۶)
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، هغه لاريونونه او اعتراضیه غونډې چې له درې وروسته ترسره کېږي بايد پوليس په جريان کې وي او د هغوی سره په همغږۍ ترسره شي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک چې نن د مشرانو جرګې استجوابيه غونډې ته ورغوښتل شوی و وويل، هزاره قومندان علي پور په یو شمير جرمونو ککړ دی زياته يې کړه چې نوموړی به د خپلو جرمونو سپيناوی کوي او وروسته يې به يې په اړه پريکړه کېږي.
برمک وويل، هغه کسانو چې د علي پور په پلوۍ يې لاريون کې يې تاوتريخوالی او ورانی کړی د خپلو کړنو ځواب به ورکړي په وينا يې د تيرو مظاهرو او نا راميو ترسره کوونکي پنځوس تورن کسان نيول شوي دي.
برمک په ټينګار سره وويل، چې د هرې پلان شوې مظاهرې له جوړولو مخکې باید پولیسو ته خبر ورکړل شي او زياته يې کړه د پولیسو له همغږۍ پرته مظاهرې به غیرقانوني وګڼل شي او ترسره کوونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د تيرې یک شنبې په ورځ ملي امنيت په کابل کې قومندان علي پور په غیر مسووله سله والو درلودلو، د خلکو څخه په باج اخيستو او ولسي خلکو په زورونه او وژنه تورن دی ونيوه خو په کابل او ځينو ولايتونو کې د هغه د پلويانو له لوري مظاهرې وشوې چې په ترڅ کې يې نږدې پنځوس پوليس ټپيان شول او په کابل ښار کې د پوليسو اته پوستې وسوځول شوې.
قومندان علي پور له حکومت سره تر يوې هوکړې وروسته تيره شپه بيرته له بنده خوشې شو.



