امریکایي شنونکی: امریکا دې له شوروي او انګریز له ماتې زدکړه وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۸)

د امریکا یوه پخواني شنونکي او د پوځي چارو کارپوه ‘رودڼي مارټینټ‘ د دغه هیواد له پریس ټلویزیون سره په یوه مرکه ویلي،  امریکایي سرتیرو ته افغانستان پر یوه قبرستان بدل شوی دی.

نوموړي پر امریکایی مشرانو غږ کړی چې له شورویانو او انګریزانو دې زدکړه وکړي؛  دا هیواد د امپراتوریو هدیره او امریکا به هم په کې نسکوریږي.

مارټینټ ویلي؛  امریکا دې له پوره تدبیر څخه کار واخلي او دا جګړه دې پای ته ورسوي ځکه د ده په خبره چې  پر افغانستان یرغل کوونکي په ډېر ټیټ سر له یاد هېواده وتلي دي.

هغه په غزني کې د امریکایي سرتیرو وژل کیدو ته په اشارې سره ویلي؛  طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړی چې داځل به خپل هیواد د امریکا د متکبرې امپراطورۍ هدیره ګرځوي او دا ګواښ اوس مخ پر عملي کیدو دی.

مارټینټ وایي،  امریکا سلګونه میلیارده ډالر بیځایه ولګول او د کومې مثبتې پایلې له تر لاسه کیدو پرته اوس هڅه کوي له یوې شرموونکې ماتې ځان وساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button